یوناما د طالبانو لخوا د معترضو ښځو د خپلسرو نیونو په اړه اندېښنه ښودلې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت د طالبانو لخوا د معترضو ښځو د خپلسرو نیونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. یوناما نن پر خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د سپټمبر له نولسمې نېټې راهیسې د ښځو د حقونو څلور تنه فعالانې د طالبانو له خوا نیول شوي دي. بیان زیاتوي چې چارواکي باید د دې مېرمنو د روغتیا، له خپلو کورنیو سره د لیدنې او قانوني استازولۍ حقونه خوندي کړي. یوناما پر طالبانو غږ کړی چې د نظر او بیان آزادۍ ته د بشري حقونو له نړیوال تعهد سره سم درناوی وکړي. راپورونه وايي چې څلور تنه... Читать дальше...