یوه حقوقي ډله: طالبانو په تېر یو کال کې ۴۱۷ کسان په دُرو وهلي
د افغان ویټنس په نوم په بریتانیا کې مېشته حقوقي ډله وايي چې د طالبانو حکومت په تېر یو کال کې ۴۱۷ کسان په دُرو وهلي دي. دې ډلې د پنجشنبې په ورځ د 'یوې کلنې شرعي سزا' په نوم یو راپور خپور کړ او ویې ویل چې دا سزا د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د ۷۱ صادر شویو حکمونو پر بنسټ په نارینهوو او ښځو عملي شوې ده. دغه شان ویل شوي چې افغان ویټنس دغه ارقام د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر له ۲۶مې څخه د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر تر ۲۶مې پورې د 'شرعي مجازاتو' په د طالبانو د حکومت د سترې محکمې اړه له اعلامیو څخه ثبت کړي دي. افغان... Читать дальше...