د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د ډېسېمبر پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال وویل، په وروستیو کې یې په پاکستان کې د شویو بریدونو په اړه د طالبانو حکومت ته معلومات ورکړي دي.
د پشتین وکیلانو اېمل مندوخېل او مصدق خټک مشال راډیو ته وویل چې عدالت هغه د ډېسېمبر پر ۱۴مه تر اورېدنې وروسته د ۱۴ ورځنیو پلټنو لپاره زندان ته ولېږداوه.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د بلوچستان د پښتون مېشته سیمې کلا سېف الله يو هنرمند دانش خان بريال دی. دی پر ډبرو يا ګټو عکسونه جوړوي. له موسيقۍ سره مينې اړ کړی چې د يوشمېر پښتنو سندرغاړو انځورونه هم جوړ کړي. نوموړی وايي، هر هغه سندرغاړی يې خوښېږي چې په سندرو کې د ژوند او امن پيغام ورکوي. دی د سيمې له سياسي مشرانو غواړي چې د هنر د ودې چارو ته ډېر پام وکړي. په خپرونه کې د دانش خان بريال د دې خبرو ترڅنګ ځينې سندرې هم اورېدای شئ.
د راپور له مخې، دا مهال په ټوله نړۍ کې ۵۲۱ خبریالان د خپل کار له وجې په بېلا بېلو هېوادونو کې بنديان دي. د بې پولو خبريالانو سازمان په رپورټ کې د پاکستان څرګنده یادونه نه ده شوې، خو هلته وخت په وخت خبريالان د بيان پر ازادۍ د محدوديتونو، ځورونو او خطرونو ذکر کوي.
بلاول بوټو زرداري وکيلانو ته په وينا کې زياته کړه چې د ډېسېمبر پر ۱۲مه د ډېره اسماعیل خان په درابڼ کې پر پوځ د شوي برید او په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د موجوده ناکرارۍ لامل له ټي ټي پي سره د مذاکراتو پخوانۍ تګلاره ده.
مجاهد زیاته کړه چې ډېره اسماعیل خان له افغانستانه خورا لیرې پروت ښار دی او پاکستان پیاوړی ځواک لري نو باید یې هغه برید ناکامه کړی وای. د طالبانو حکومت تر دې مخکې په بیا بیا ویلي دي چې وسلوالو ته یې پټنځایونه نه دي ورکړي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости