Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2023

Новости за 06.12.2023

د لوبو له میدانه؛ د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې انګلستان ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د دې اوونۍ د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې انګلستان ته ماتې ورکړه. د نولس کلنو ځوانانو اسیا جام سیالۍ پيلېږي چې افغان لوبډله هم په کې ګډون کوي. هند تر نړیوال جام وروسته اسټرالیا ته ماتې ورکړه. د اولس کلنو ځوانانو د فوټبال نړیوال جام جرمني وګاټه. د ښځینه بیګ بیش لیګ پایلوبه اډلیډ لوبډلې وګټله. د خپرونې په دویمې نیمايي کې درته د لوبغاړو په فزیکي تکړښت مرکه وړاندې کېږي. په مرکه کې به واورئ چې یو لوبغاړی خپل فزیکي تکړښت څنګه ساتلی شي او د دې ترڅنګ په... Читать дальше...

په خوست کې د لسګونو کسانو ډله ييز ودونه شوي دي

Mashaalradio.com 

د افغانستان په خوست ولایت کې د ډېسېمبر پر پينځمه د یو خیریه بنسټ په مالي مرسته د ۳۰ جوړو ډله ییز واده وشو. خوستي فرهنګیان دا یو ښه کار بولي او غوښتنه کوي چې د ودونو دا نوی کلتور دې لا پراخ شي. خوست د افغانستان يو له هغو ولایتونو دی چې په خلکو کې يې لوړ ولور دود دی او له همدې کبله ډیری کوژدن ځوانان د اقتصادي ستونزو له کبله ډېر کلونه بې واده پاتې کېږي. نور حال په ويډيويي راپور کې.

عربستان ته د پوتین سفر؛ له ولیعهد 'محمد بن سلمان' سره ګوري

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به نن سعودي عربستان ته په سفر کې د هغه هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري. پوتین به بهر ته په دغه نادره سفر کې د تېلو د تولید، د اوپیک پلس چې روسیه یې هم غړې ده او د غزې او اوکراین د جګړو پر مسئلو خبرې وکړي. پوتین داسې مهال د سعودي له شهزاده سره کتنه ترسره کوي چې د اپیک پلس د غړیو هېوادونو له خوا د تېلو د تولید د لاکمېدو له ژمنې سره سره په نړۍ کې د تېلو بیې لا ټیټې شوې دي. پوتین ابوظبي ته رسېدلی چېرې چې نوموړی به د متحده عربي اماراتو له مشر شیخ محمد بن زید النهیان سره خبرې وکړي. Читать дальше...



ولکر ترک: په غزه کې د بې‌رحمانه جنایتونو ډېر خطر شته‌

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنیر ولکر ترک نن چهارشنبې خبرداری ورکړ چې په غزه کې د بې رحمانه جنایتونو ډېر خطر شته او له ښکېلو خواوو یې وغوښتل چې له دا ډول سرغړونو ډډه وکړي. ترک په جینوا کې خبریالانو ته وویل، د بشرپالنې د چارو همکارانو یې په سیمه کې وضعیت د ناورین په توګه بیان کړی او زیاته کړې چې په دې شرایطو کې د بې رحمانه جنایتونو ډېر خطر شته. هغه وویل، ټولو ښکېلو خواوو او ټولو دولتونو، په ځانګړې توګه نفوذ لرونکو ته په کار ده چې باید بېړني اقدامات وکړي ترڅو د هر ډول جنایتونو مخه ونیول شي. Читать дальше...

شمس مومند وايي قبايلي سيمي له قدرتې زيرمو ډکې دی

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو په "مشال مرکه" کې خبريال او ليکوال شمس مومند مېلمه کړی دی. نوموړي په ۹۰مه لسيزه کې صحافت پيل کړی وو. شمس مومند د اووه کتابونو ليکوال دی. د نوموړي وروستی کتاب د خيبر پښتونخوا د قدرتي وسايلو په اړه دی. مومند وايي، د پښتنو سيمه له قدرتې زېرمو ډکه ده خو له دې څخه ګټه نه پورته کېږي. دی وايي، په اردو ژبه د کتاب ليکلو مقصد د سيمې په اړه هغو خلکو ته رسېدل وو چې په دې خبره پوه شي او د دې لپاره غږ پورته کړي. بشپړه مرکه لاندې واورئ.

ایران یوځل بیا د بې‌اسناده افغان کډوالو پر ایستلو ټینګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي یوځل بیا ټینګار کړی چې په ایران کې مېشت افغان کډوال چې په ايران کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي، په ایران کې مېشت افغان کډوال چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. د ایران د تسنيم خبري اژانس، د راپور له مخې، نوموړې زياته کړې چې افغان کډوال په موقتي توګه په ایران کې ژوند کوي او بايد بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. سرچینې ویلي، احمد وحیدي... Читать дальше...

د تورخم دروازه د باروړونکو موټرو پرمخ بېرته پرانیستل شوه

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني او طالب چارواکي وايي چې تورخم لاره د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره پرانیستل شوه. په تورخم کې یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته ويلي چې دا دروازه د دواړو لوریو ترمنځ تر مذاکراتو وروسته خلاصه شوې او اسناد لرونکي خلک پرې تګ راتګ کولی شي. د دغه چارواکي په خبره يوه جنجالي لوحه ليرې کړل شوې او مسئله حل شوې ده. چارواکو تر دې مخکې مشال راډيو ته ويلي وو چې طالبان بېګا تورخم دروازه تر هغه وروسته بنده کړه چې د پاکستان لخوا په صفري نقطه کې د لوحې لګولو کار روان و. Читать дальше...



د بخښنې نړيوال سازمان: ايراني چارواکو د معترضانو د ځورونې بڼه بدله کړې

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، ایراني چارواکو د معترضانو د وېرولو لپاره له جنسي تېري او د جنسي تاوتریخوالي له نورو بڼو کار اخیستی دی. د بخښنې نړیوال سازمان يا امنیستي انټرنېشنل وایي، د ایران امنیتي ځواکونو په ټول هېواد کې د هغو اعتراضونو د ځپلو په ترڅ کې د متعرضانو د بېرولو لپاره له جنسي تېري او د جنسي ځورونې له نورو بڼو کاراخیستی دی چې د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د ښځه، ژوند او ازادي تر شعار لاندې پیل شوې دي. امنیستي انټرنېشنل په هغه ۱۲۰ مخیز راپور کې چې نن چهارشنبې یې خپورکړی او په‌کې د ۴۵ ژوندي... Читать дальше...

ټوماس وېسټ د افغانستان په تړاو د مشورو لپاره څلورو هېوادونو ته سفر پیل کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ويلي، د افغانستان په اړه د مشورو لپاره پاکستان، قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته يې لس ورځنی سفر پیل کړ. په داسې حال کې چې پاکستان کې لا هم د بې‌اسناده افغان کډوالو د نيونې او ايستلو لړۍ لا روانه ده، د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ د سيمې د هېوادونو سفر پيل کړی دی. نوموړي نن پر خپله ايکسپاڼه ليکلي، د ډسمبر د پنځم او پنځلسمو نېټو ترمنځ به پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته د سفر پرمهال د ګډو امنیتي... Читать дальше...

ملاله یوسفزۍ: طالبانو په افغانستان کې نجلۍتوب غیر قانوني کړی

Pa.azadiradio.com 

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړې فعاله ملاله یوسفزۍ وايي، طالبانو په افغانستان کې له بیا ځلې واکمنۍ وروسته په دې هېواد کې نجلۍ توب غیر قانوني کړی دی. یوسفزۍ د ډسمبر په پنځمه د جنوبي افریقا د پخواني ولسمشر او د نژادي توپیر یا اپارټایډ د سر سخت مخالف نیلسن مانډیلا د لسم تلین په مناسبت یوې جوړې شوې غونډه کې د طالبانو حکومت پر غندلو سره له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په افغانستان کې جنسیتي اپارټایډ د بشریت ضد جنایت په توګه وپېژني. اغلې یوسفزۍ په دې غونډه کې وویل چې د ۲۰۲۱ کال د اګست... Читать дальше...

د بشري حقونو څار سازمان: طالبانو ښوونیز سیستم له نه جبرانېدونکي زیان سره مخ کړی

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو څار سازمان وايي، طالبانو د افغانستان ښوونیز سیستم له نه جبرانېدونکي زیان سره مخ کړی دی. د بشري حقونو څار سازمان وايي، طالبان د هلکانو او نجونو لپاره د افغانستان تعلیمي سیستم ته نه جبرانېدونکی زیان رسوي. دې سازمان پرون په یوه ۱۹ مخیز راپور کې چې 'د هلکانو ښوونځي هم سقوط سره مخ دي' تر عنوان لاندې یې خپور کړی لیکلي، په تعلیمي برخه کې د طالبانو د ناسمو پالیسیو زیان د نجونو ترڅنګ هلکانو ته هم رسېږي. د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد تل... Читать дальше...

ملالې يوسفزۍ تور پورې کړی چې طالبانو "نجلۍ توب ناقانونه ګرځولی" دی

Mashaalradio.com 

د نوبل نړیوالې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ تور پورې کړی چې پر افغانستان واکمنو طالبانو "نجلۍ توب ناقانونه کرځولی" دی. په جنوبي افریقا کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال هغې پر نړیوالو غږ کړی چې د افغان ښځو کړاوونو ته دې پام وکړي. نور تفصيل د فرانس پرېس اژانس په ويډيويي رپورټ کې.

اوکرایني ځواکونه: د روسیې ۴۱ بې‌پیلوټه الوتکې مو راغورځولي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین هوایي ځواکونه وایي، د ایران ساخت ۴۸ ډرون الوتکو چې روسیې نن سهار په اوکراین کې د څو هدفونو د په نښه کولو لپاره ترې کار اخیست، ۴۱ یې راغورځولي دي. دغو ځواکونو نن پر ټلیګرام پاڼه په یوه بیان کې وویل چې د هوایي مدافعې ځواکونو یې د دښمن ۴۱ ډرون الوتکې له منځه وړې دي. په بیان کې ویل شوي چې دغه بې پیلوټه الوتکې د مسکو له خوا د اشغال شوې کریمیا ټاپووزمې او د روسیې له کورسک سیمې څخه الوتې وې. د احتمالي ځاني او مالي زیانونونو په اړه جزییات نه دي څرګند شوي.

یونېسف په نوې مرستې د افغان ماشومانو لپاره د زده‌کړو مناسب چاپېریال رامنځته کوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وایي، له افغانستان سره د زده کړې په برخه کې د اروپایي ټولنې په نوې مالي مرستې سره به دا صندوق په دې هېواد کې د دوه لکه ماشومانو لپاره د زده کړې مناسب چاپېریال رامنځته کړي. د یونېسف د افغانستان څانګې نن چهارشبنې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې ټولګي باید د دوهم کور په څېر احساس شي او زیاتوي ټولګي باید خوندي او د زده کړې لپاره مناسب وي. اروپایي ټولنې په افغانستان کې د زده کړو د کیفیت د ښه والي لپاره د ۲۵ میلیون یورو نوې مرسته اعلان کړې ده. Читать дальше...

د منظور پشتین د نیولو پر ضد په يوشمېر ښارونو کې احتجاجونه شوي دي

Mashaalradio.com 

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د خپل مشر منظور پشتین د نیولو پر ضد د ډېسېمبر پرپينځمه د پېښور، کوټې او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په يوشمېر ښارونو کې احتجاجونه وکړل او له حکومته یې وغوښتل چې منظور پشتین دې ژر تر ژره خوشې کړي. په کراچۍ کې پولیسو د پي ټي اېم کارکوونکو ته د احتجاج اجازه ور نه کړه او تر ۲۰ زيات کسان، چې د احتجاج لپاره ورغلي ول، نیولي دي. تفصیل په دې ویډیو کې


Музыкальные новости
Сергей Брановицкий

Продвижение Музыки. Раскрутка Музыки. Продвижение Песни. Раскрутка Песни.





Rss.plus
Сергей Брановицкий

Актерское агентство Киноактер. Актерское агентство в Москве.




Строители начали ремонт кровли здания детского сада в Рузе

Макрон будет убеждать Си Цзиньпина уговорить Путина завершить СВО, но попытка провалится — мнение

Концертный директор Дениса Майданова рассказал о самочувствии певца

Глава Japan Tobacco: компания продолжит бизнес в России




له پاکستانه د ایستل شویو افغانانو وضعیت ته اندېښنه؛ ډبلیو ایف پي: دوی له ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' افغانستان ته له پاکستانه د نویو ستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت ته اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دوی له یوې ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي. د دې پروګرام د افغانستان څانګې نن چهارشنبې په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې له وړاندې تر شپږ میلیونو زیات خلک په کور دننه بې ځایه شوي، هغوی چې نوي له پاکستانه راستنېږي، له یوې ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي. د دې پروګرام په خبره دوی د تلو لپاره هېڅ ځای نه لري او هم نه پوهېږي چې دوی به په څه ډول له ژمي ژوندي وځي. Читать дальше...

د اسراییل پوځ د غزې په جنوب کې مهم ښارګوټی کلابند کړی

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل پوځ چې د غزې په جنوب کې مهم ښارګوټی یې کلابند کړی، د سخت دریځې حماس ډلې چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله پېژني، له وسله‌والو سره جګړه کوي. د اسراییل پوځ په روانه جګړه کې چې له پیله یې دوه میاشتې تېرېږي، د دې سیمې په سړکونو او ودانیو کې یوه تر ټولو سخته جګړه مخ ته وړي. اسراییل په دې سیمه کې پر جګړې وروسته له هغې تمرکز کړی چې د غزې په شمالي برخه کې یې پراخ پوځي عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې یې د دې سیمې ډېرې برخې په کنډواله بدلې شوې او نږدې دوه میلیونه خلک هم خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. Читать дальше...

په افغانستان کې د زده‌کړو د کیفیت ښه‌والي لپاره د ۲۵ میلیون یورو مرسته اعلان شوه

Pa.azadiradio.com 

داسې مهال په افغانستان کې نږدې نیمايي ماشومان ښوونځي نه‌ځي، اروپايي ټولنې په دې هېواد کې د زده‌کړو د کیفیت د ښه‌والي لپاره د ۲۵ میلیون یورو نوې مرسته اعلان کړه. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي شارژدافېرې دفتر نن سهار ازادي راډیو ته رالېږلې خبرپاڼه کې لیکلي، دا پیسې به د ابتداییه ښوونځیو د څه باندې ۲۰۰ زره زده‌کوونکو د زده‌کړه‌ییز چاپیریال د ښه‌والي لپاره د یونېسف له لارې مصرف شي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې، په دې پیسو به نږدې ۳۸۵ ابتداییه ښوونځیو ته ټولګي، د احاطې دېوالونه او د روغتیا ساتنې... Читать дальше...

د عراق کرد مېشته سیمه کې د کونځلو لېټۍ جوړولو مېله شوې ده

Mashaalradio.com 

د لېټۍ په څېر طحیني (طحینه) د منځني ختیځ مشهور، دودیز او غذاییت لرونکي خواړه دي چې له کونځلو جوړېږي. طحیني تر ډوډۍ وړاندې او وروسته خوړل کېږي. د کونځلو لېټۍ د نورو خوړو په جوړولو کې هم کارېږي. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

طالبان: پاکستان یوځل بیا د تورخم دروازه د باروړونکو موټرو پر مخ وتړله

Pa.azadiradio.com 

د تورخم دروازه یوځل بیا د باروړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه. په ننګرهار کې د باختر خبري اژانس څانګه چې طالبان یې اداره کوي خبر ورکوي چې دا لاره بېګا ناوخته د پاکستاني چارواکو له لوري تړل شوې ده. باختر د تورخم د کميسار مولوي عصمت الله له قوله ويلي چې پاکستاني لوري غوښتل تورخم دروازې ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې شل متره رامخکې د لوحې په پلمه يوه بله دروازه جوړه کړي، خو دوی يې مخه ونيوله چې هغوی یې په غبرګون کې د لاریو پر مخ دروازه وتړله. په تورخم کې د ډریورنډ بلې خوا ته د سوداګرو يوه استازي... Читать дальше...

په کندهار کې د موسسو ځینې پخوانۍ کارکوونکې دندو ته د بېرته تګ اجازه غواړي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې یو شمېر هغه مېرمنې چې مخکې یې په غیردولتي موسسو کې کار کاوه، وایي چې اقتصادي حالت یې ورځ تر بلي خرابېږي او د طالبانو حکومت دې دندو ته د تګ اجازه ورکړي. په دغو مېرمنو کې چې یو شمېر یې د کورنیو د ساتنې لګښتونه پر غاړه لري، وایي چې د بې‌کارۍ له امله په رواني ناروغۍ اخته شوي دي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:



Москва

Тарифы ЖКХ вырастут в России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин поздравил москвичей с 1 Мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Земфира

Жена оскандалившегося Валерия Меладзе провела вечер на концерте Земфиры в Испании




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Личка — о самой дорогой покупке в Москве: два дня назад решил купить самокат за 60 тысяч рублей

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова

Волейболисты «Зенита-Казань» стали чемпионами России


Рафаэль Надаль

Надаль навестил в больнице 16-летнюю российскую теннисистку



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

МЧС РФ: в общежитии РУДН в Москве произошло короткое замыкание



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России