دا اوونۍ په خپرونه کې د پښتونخوا د یو پېژندل شوي شاعر او فرهنګي شخصیت شمس فګار سره د هغوی پر ادبي او شخصي ژوند غږېدلي یو. نوموړی وايي، لکه څنګه چې یې په خپله پلرنۍ سیمه کې د ادب پالنه کوله، هماغسې یې په پردیسۍ کې هم خپل کار او زیار جاري ساتلی دی. د خپرونې په اوږدو کې د هغوی شاعري هم اورېدلی شئ.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ډېسېمبر پر ۱۹مه د بلوچستان په ګڼو پښتون مېشتو سيمو کې د چمن پرلت په ملاتړ احتجاجي مظاهرې کړې دي. دا مظاهرې له هغه وروسته شوې چې د یاد ګوند مشر محمود خان اڅکزي د ډېسېمبر پر نهمه په چمن کې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ويزې شرط لازمي کېدو پرضد روان پرلت ته د وینا پر مهال ویلي وو چې که حکومت د ډېسېمبر تر ۱۵مې د پرلتوالو غوښتنې ونه منلې، نو دوی به د بلوچستان په ټولو پښتون مېشتو ضلعو کې د مرستیال کمېشنرانو د دفترونو مخې ته احتجاجونه پيلوي. په چمن کې د تاجرانو... Читать дальше...
د خوست په ډاب کې دوه میاشتې مخکې د کرکټ پیل شوې سیالۍ د سید رقیب سټار کرکټ کلب په بریا پای رسېدلې دي. په سیالیو کې د سیمې ۱۴ لوبډلو برخه واخیسته. خوست د لوبو په ډګر کې د افغانستان د مخکښو سیمو په قطار کې راځي او بېلابېلې سیالۍ پکې کېږي او د کرکټ مینوال پکې په بې سارې ډول په ډېرېدو دي. ویډیویي راپور.
دیرش کلونه وړاندې کله چې له بوسنیا او هیرڅېګوینا څخه لومړی کډوال جرمني ته ورسید، تر ننه پورې که څخه سیتسمونه او قوانین بدل شوي خو په جرمني کې د میشتو افغان کډوالو او بوسنیایانو تجربې سره ورته دي، او په دې هیواد کې د ادغام پروسه اوږده او ستونزمنه ده.
د دې لاریون مشري کوونکې د بلوڅانو یووالي کمېټۍ یا بلوچ یکجهتي کمېټۍ ویاند ګلزار دوست بلوڅ د ډېسېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، دوی ځکه پر پښو روان شوي چې د ده په وینا، د ډېره غازي خان انتظامیې د ټرانسپورټ مالکان د دوی له وړلو منع کړي دي.
وزیرستاني کډوال وايي، نور کلونه به د ژمي له راتګ وړاندې له دوی سره نغدې مرستې کېدې، خو سږ کال تر دې وخته چې ژمی پیل شوی، له دوی سره د مرستو هېڅ څرک نه لګېږي.
محمود خان اڅکزي د ډېسېمبر پر نهمه په چمن کې روان پرلت ته د وینا پر مهال ویلي وو چې که حکومت د ډېسېمبر تر ۱۵مې د پرلتوالو غوښتنې ونه منلې، نو دوی به د بلوچستان په ټولو پښتون مېشتو ضلعو کې د مرستیال کمېشنرانو د دفترونو مخې ته احتجاجونه پيلوي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости