د بامیان ولایت د ښوونځیو له شپږمو ټولګیو یو شمېر فارغې نجونې وايي چې د راتلونکې لپاره هېڅ امېد نه لري، ځکه نه شي کولای خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. د طالبانو حکومت له شپږم د لوړو ټولګیو د زده کوونکو نجونو پرمخ د ښوونځیو درواې بندې کړې دي.
د خيبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان په درابڼ سيمه کې د ډېسېمبر ۱۲مې تر وسلوال بريد وروسته ځايي خلک په وېره کې دي. په هغه بريد کې ۲۳ پوځيان وژل شوي او تر ۳۰ زيات ژوبل شوي ول. د سيمې اوسېدونکو مشال راډيو ته ويلي چې له تېرو نهو مياشتو راهيسې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي. د هغوی په خبره، حکومت يې بايد په سيمه کې د امنيت د ټينګښت لپاره اقدامات وکړي.
دا اوونۍ مو په "مشال مرکه" کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکی عرفان حسېن بابک مېلمه کړی دی. نوموړی د "اوېکنينګ" يا "بيداري" په نامه د ادارې مشر دی. دا تنظيم د ښځو، لږکيو او نرښځيانو د حقونو لپاره له تېرو ۱۱ کلونو راهيسې په خيبر پښتونخوا کې کار کوي. عرفان بابک وايي، په خيبر پښتونخوا او په ځانګړې توګه په قبايلي سيمو کې پرښځو د تشدد زياتې پېښي کېږي خو د ټولني د رواياتو له وجې نه رپورټ کېږي. د نوموړي په خبره په روان ۲۰۲۳ز کال کې په سوات کې ۳۰ ښځې وژل شوې دي چې د ناموس په نوم د وژنو نوم ورکړل شوی دی. بشپړه مرکه لاندې واورئ.
په افغانستان کې د یو اېن اېچ سي ار ویاندې کیرولاین ګلوک د ډېسېمبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، هغه افغانان پر داسې مهال وطن ته ستنېږي چې د هغه هېواد بشري وضعیت وار له مخه خراب دی.
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د هنر سرا په نوم په یو مرکز کې نجونه انځورګري، خطاطي او نقاشي زده کوي. دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان واکمنو طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی. مرکز ته تلونکې نجونه وايي، غواړي په دې ډول فارغ وخت ښه تېر کړي او هنر هم زده کړي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости