Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2023

Новости за 05.12.2023

ملاله یوسفزۍ: پر افغانستان واکمنو طالبانو نجلۍ‌توب غیرقانوني کړی

Pa.azadiradio.com 

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړې فعاله ملاله یوسفزۍ وایي، پر افغانستان واکمنو طالبانو نجلۍتوب غیرقانوني کړی او غوښتنه یې وکړه چې جنسیتي توپیرپالنه یا جنسیتي اپارټایډ باید د بشریت ضد جنایت وبلل شي. ملاله یوسفزۍ دغه څرګندونې نن د جنوبي افریقا په پلازمېنه جهانسبورګ کې د جنوبي افریقا د پخواني ولسمشر او د نژادي توپیر یا اپارټایډ د سر سخت مخالف نیلسن مانډیلا د لسم تلین په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وکړې. هغې وویل ، افغان نجونې چې ښوونځیو ته له تلو منع شوي، ډېری یې له خفګان سره مخ... Читать дальше...

په ویانا کې د طالب ضد څېرو ناسته پای ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د طالب ضد څېرو درې ورځنۍ ناسته چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ پیل شوې وه، پای ته ورسېده. د دې ناستې یو ګډونوال د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود و. هغه وویل، د افغانستان په تړاو د لار نقشې په جوړولو هوکړې ته رسېدلي.

سلما مروت څنګه د موټرو په ځغل کې نوم پيدا کړ؟

Mashaalradio.com 

د مېرمنو په اړه د مشال راډيو په اوونيزه خپرونه "سروې" کې دا اوونۍ له لکي مروت نه سلمی مروت مېلمنه ده. سلمی د رېسنګ یا د موټرو د ځغل سیالۍ کوي او ډېرې یې ګټلي دي. هغه د خیبر پښتونخوا اولنۍ مېرمنه چې په موټر سپورټ کې یې ځان ته نوم پیدا کړی دی. دا خپرونه تاسو هره اوونۍ د پېښور پر وخت د ماسپښين له دوه نيمو تر دريو بجو د راډيو تر څنګ د مشال راډيو پر فېسبوک او يوټيوب په ژوندۍ بڼه اورېدلای او ليدلای شئ. دا خپرونه ملیحه امیرزاده وړاندې کوي.



په منفي ۵۸ ډګري سینټي ګرېډ یخنۍ کې خلک څنګه ژوند کوي؟

Mashaalradio.com 

که څه هم د روس سایبیریا سیمه د ډیرو واورو او یخنۍ لپاره مشهوره ده خو د دې سیمې په یاکوتڅک ښار کې یخني بیا له حده وتلې ده چې کتلو او احساسولو ته یې د سایبریا د نورو سیمو اوسېدونکي هم ورځي. د دسمبر په پنځمه د سایبیریا په زیاترو سیمو کې د تودوخې یا حرارت درجه منفي ۵۸ سینټي ګریډ ریکارډ شوه. په دې هکله تفصیل په دې رپورټ کې وګورئ چې منورشاه د رویټرز له ویډیو جوړ کړی دی.

په اوکراین کې د نیپال شپږ وګړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د نیپال حکومت وايي، شپږ وګړي یې چې د روسي ځواکونو په لیکو کې وو، په اوکراین کې وژل شوي دي. د نيپال حکومت په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ پر روسیې غږ کړی چې د خپل پوځ په لیکو کې د نیپالي وګړو له استخدام څخه ډډه وکړي. په بیان کې له روسیې څخه غوښتنه شوې څو هغه نیپالي وګړي چې اوس هم د روسیې په پوځ کې دي سمدستي نیپال ته واستوي. بیان زیاتوي چې کتمندو اوسمهال د هغو نیپالي وګړو د آزادولو هڅه کوي چې د روسي ځواکونو په لیکو کې وو او د جګړې پرمهال د اوکرایني سرتېرو له خوا اسیران شوي دي.

ییلوا جانسن: د منځني ختیځ د کړکېچ له کبله اروپا د تروریستي حملو له لوی ګواښ سره مخ ده

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنرې خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ له کبله اروپا د تروریستي حملو له لوی ګواښ سره مخ ده. ییلوا جانسن نن یوې خبري غونډې ته وویل، د اسراییلو او د حماس د سختدریځې ډلې ترمنځ د جګړې له کبله چې په ټولنه کې کوم ویش راغلی دی، داسې مهال چې د کرسمس جشن راروان دی په اروپايي ټولنه کې د تروریستي حملو خطر شته. هغې په دې اړه نور جزییات ورنه کړل او دفتر یې هم سمدستي په دې اړه د جزییاتو لپاره غوښتنې نه دي ځواب کړي. اروپايي ټولنه او متحدایالات حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني. Читать дальше...

د طالبانو په بند کې د معترضې 'منیژې صدیقي' روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی

Pa.azadiradio.com 

د ښځو د حقونو ځینې افغان فعالانې ادعا کوي چې د افغان ښځو د خودجوشه غورځنګ غړې منیژه صدیقي د څرخي پله زندان ته لېږدول شوې او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی. د ښځو د حقونو ځینې افغان فعالانې ادعا کوي چې د افغانستان د ښځو د خودجوشه غورځنګ غړې منیژه صدیقي د څرخي پله زندان ته لېږدول شوې ده. دوی وايي، د منیژې صدیقي او نورو معترضو ښځو وضعیت چې د طالبانو په زندانونو کې دي، د اندېښنې وړ دی. منيژه صديقي د روان کال د تلې په ١٧مه د کابل ښار په سید نورمحمد شاه مېنه 'کارته نو' سیمه کې ونيول شوه. د افغان... Читать дальше...

چین: طالبان دې د رسمیت پېژندلو لپاره نړیوالو معیارونو ته غاړه کېږدي

Pa.azadiradio.com 

چین وايي، که د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان نړیوالو معیارونو ته غاړه کېږدي نو په رسمیت وپېژندل شي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وین بِن نن په خپله اوونیزه خبري غونډه کې دې پوښتنې ته چې آیا په پېکېنګ کې د طالبانو د سفیر ټاکنه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا ده په ځواب کې وویل، پېکېنګ باور لري چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې منزوي نه شي. خو هغه زیاته کړه چې چین هیله من دی افغانستان به د یوه آزاد او ټولشموله حکومت د رامنځ ته کولو، د معتدلې کورنۍ او نړیوالې پالیسۍ د تطبیق،... Читать дальше...



ویانا کې د طالب ضد مخالفانو د غونډې پای؛ د اجماع د رامنځته کولو لپاره پر یوې تګلارې هوکړه شوې

Pa.azadiradio.com 

په ویانا کې د طالبانو د حکومت د یو شمېر مخالفو څېرو او فعالانو درې ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده. په ویانا کې د طالبانو د حکومت د یو شمېر مخالفو څېرو او فعالانو درې ورځنۍ غونډه د ډلو، سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو او ښځو ترمنځ د اجماع د رامنځته کولو لپاره د یوې تګلارې په جوړولو سره پای ته ورسېده. شکریه بارکزۍ چې یوه سیاسي فعاله او د يادې غونډې ګډونواله وه، نن سه‌شنبه د ویانا د غونډې په درېیمه ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا تګلاره د افغانستان د خلکو د را يوځای کولو او د راتلونکي لپاره ليدلوری دی. نوموړې وويل... Читать дальше...

چارواکي: په ایران کې د بهرنۍ پانګونې تر ټولو ډېر غوښتونکي افغانان دي

Pa.azadiradio.com 

یوه ایراني چارواکي خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د بهرنۍ پانګونې تر ټولو ډېر غوښتونکي افغانان دي. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د نه ملاتړ په اړه د ځینو افغان فابریکو څښتنانو او سوداګرو له نیوکو وروسته، یوه ایراني چارواکي په دې وروستیو کې خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د بهرنۍ پانګونې تر ټولو زیات غوښتونکي افغانان دي. د ایران د بهرنۍ پانګه‌ونې ټولنې مشر حسین سلیمي د دغه هېواد د کارګرانو له يو اژانس 'ايلنا' سره په خبرو کې ويلي، افغانان په وړو پروژو کې د پانګونې غوښتنه کوي او په ایران کې د دوی... Читать дальше...

یوناما: په افغانستان کې د شیعه مذهبو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما وايي، په افغانستان کې د شیعه مذهبو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی. یوناما د دوشنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه د کابل، هرات او بغلان وروستیو پېښو ته چې شیعه وګړي په کې په نښه شوي وو، اشاره کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده. یوناما د دې پېښو په اړه د څېړنې او له عاملانو سره یې د حساب کتاب غوښتنه کړې او همدا شان یې ویلي چې د هغو کسانو امنیت باید خوندي شي چې له خطر سره مخ دي. په ورته وخت کې د وروستیو پېښو د قربانیانو ځینې... Читать дальше...

د کرکټ اسیا جام؛ د افغانستان د کم‌عمره ځوانانو لوبډله اماراتو ته ځي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کرکټ بورډ وايي چې تر نولسو کلنو د کم عمره ځوانانو ملي لوبډله به یې سبا چهارشنبه د ډسمبر په ۶مه نېټه په اسیا جام کې د ګډون په موخه عربي متحده اماراتو ته سفر وکړي. د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي پیغام کې ویلي چې افغانستان به د ډسمبر په ۸مه نېټه خپله لومړۍ لوبه له هندوستان سره ترسره کړي. د سادات په خبره، افغان لوبډله به په الف ګروپ کې خپلې دوه نورې سیالۍ د ډسمبر په ۱۰مه نېټه له نیپال او د ډسمبر په ۱۲مه نېټه له پاکستان سره ترسره کړي. د یادو سیالیو لپاره... Читать дальше...

د اسراییلو پوځ د غزې په جنوب کې له ځمکې او هوا پوځي عملیاتو ته زور ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د اسراییلو پوځ نن د غزې د تړانګې په جنوبي برخه کې له ځمکې او هوا څخه پوځي عملیاتو ته زور ورکړ. د راپورونو له مخې اسراییلو په نننیو عملیاتو کې لسګونه فلسطینیان مړه او ټپیان کړي او دا په داسې حال کې ده چې امریکا او ملګروملتونو په وار وار ترې غوښتي چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي. اسراییل ژمنه کړې چې حملې به یې د حماس د سختدریځې ډلې تر ځپلو پورې روانې وي. امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني. رویټرز خبري آژانس د سیمې د اوسېدونکو او په سیمه کې د خبریالانو له قوله... Читать дальше...

د میدان وردګو یو شمېر اوسیدونکي: د جګړو ځپلو کورونو د رغولو وس نه لرو

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګو ولایت یو شمېر اوسیدونکې وايي، کورونه یې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پر مهال تخریب شوي او دوی یې د بیا ودانو توان نه لري. د دي ولایت اوسیدونکې وايي، خیریه بنسټونه او واکمن طالبان دې ورسره د کورونو په ودانولو کې مرسته وکړي. د طالبانو ځایي چارواکي هم مني چې دغلته په زیات اندازه مالي او ځاني زیانونه رسیدلي، خو وايي مرسته به ورسره کوي. په دې اړه زموږ د همکار د راپور اورېدو لپاره لاندې لېنک پرانیزئ:

له پاکستانه افغانستان ته ۴۱۱ نورې کډوالې کورنۍ ستنې شوې

Mashaalradio.com 

پاکستاني چارواکي او په کابل کې د طالبانو حکومت وايي د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر روان دی او د دیسمبر پر څلورمه، ۴۱۱ نورې کورنۍ افغانستان ته واوښتې. د طالبانو د حکومت د راستنېدونکو کډوالو په وزارت کې ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون په دغه ورځ رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دا خلک د سپين بولدک او تورخم له لارو افغانستان ته تللي دي. د دې کمېسیون په خبره په دې سره د نومبر له لومړۍ نېټې څخه له پاکستانه د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر له څلور لکه او لس زرو اوښتی دی. پاکستان د اکتوبر په میاشت کې اعلان... Читать дальше...

د بلوچستان چارواکي: منظور پشتین له نیول کېدو وروسته له دې ایالت څخه اېستل شوی

Pa.azadiradio.com 

د بلوچستان چارواکي وايي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ PTM مشر منظور پشتين یې تر نيول کېدو وروسته له دې ایالت څخه اېستلی دی. د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان محمد اڅکزي پرون خبریالانو ته وويل پشتين د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان پولیسو ته سپارل شوی، خو د ډيره اسماعيل خان د پوليسو سرچينو مشال راډيو ته وويل چې پشتين اسلام اباد ته بیول شوی. اڅکزي تور ولګاوه چې د پشتين ساتونکو پر پولیسو ډزې کړي او د موټرو په ټکر کې یې يو دولتي مامور هم زخمي کړی، خو پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ويډيوګانو کې ښکاري... Читать дальше...

افغانستان؛ د اړمنو او هغو هېوادونو په سر کې چې ډېر وګړي یې بشري مرستو ته اړ دي

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق یا یونېسف وايي، افغانستان د اړمنو له ادرسه د ګواښ تر ټولو په لوړه درجه کې دی او همدا اوس یې ۷۱ سلنه یعنې ۲۹،۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. یونېسف په یوه نوي راپور له یوتوپیا، کانګو، سوډان او یمن هم په افغانستان کې وضعیت پېچلی بللی او دا هېواد یې د هغو ۱۰ نورو هېوادونو په سر کې راوستی چې ډېر وګړي یې بشري مرستو ته احتیاج دي. یونېسف په افغانستان کې د اقلیمي بدلون اغېزې هم ډېرې ګواښوونکي بللي او له همدې امله یې د بهرنیو سرچینو څخه د... Читать дальше...

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان اقلیمي وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو یوځل بیا د متحده عربي اماراتو په دوبی ښار کې د اقلیمي بدلون د غونډې له ګډونوالو څخه د افغانستان وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه کړې. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې اوچا مشر دانیل ایندریس نن په یوه ویډیويي پیغام کې د اقلیمي بدلون له کبله له تېرو ۷ لسیزو راهیسې د افغانستان د روانو ستونزو لکه: د تودوخې د لوړېدو، د ورښتونو د کمېدو او د ځنګلونو د کمېدو د ستونزو یادونه کړې او ویلي یې دي چې له دې کبله طبیعي آفتونه لکه: وچکالي، بې وخته ورښتونه، د تودوخې لوړه درجه او سېلابونه په زیاتېدو دي. Читать дальше...

پوتین روانه اوونۍ متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته سفر کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین روانه اوونۍ متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته سفر وکړي. د روسيې دولتي رسنیو ریا نووستي او تاس خبر ورکړی چې پوتین د یوه کاري سفر لپاره دې دوو هېوادونو ته ځي او په ترڅ کې به یې له سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره هم وګوري. متحده عربي امارات اوس مهال د اقلیمي بدلون په اړه د نړیوال کنفرانس کوربه دی، خو معلومه نه ده چې پوتین به په دې غونډه کې ګډون وکړي که نه.


Музыкальные новости
Сергей Брановицкий

Выездной Фотограф для всех желающих, ну и конечно Артистов и Музыкантов.





Rss.plus
Сергей Брановицкий

Регистрация Авторского права. Регистрация объекта авторского права. Регистрация Авторского права на книгу. Регистрация Авторского права на музыку.




Жители Подмосковья выбрали объекты для благоустройства

«Спартак» обыграл «Динамо» 2:0 в полуфинале Пути регионов Кубка России

Щедрое лето от OUTRIGGER

Цена нефти Brent упала ниже $84 за баррель впервые с 14 марта




د غزې په جنوب کې د اسراییلو پوځي او هوایي عملیات روان دي

Pa.azadiradio.com 

د غزې په جنوب کې د اسراییلي پوځ عملیات له ځمکې او هوا څخه روان دي. اسراییل دا عملیات داسې مهال پیل کړي چې متحدوایالتونو او ملګروملتونو پرله پسې ترې غوښتي دي چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي. اسراییل ژمنه کړې چې دا عملیات به د حماس ډلې تر پوره ځپلو پورې روان وي. دا ډله متحدایالات او اروپايي ټولنه تروریستي سازمان ګڼي. امریکايي چارواکو په غزه کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د اوربند له پای ته رسېدو وروسته د زیاتېدونکو انساني تلفاتو او په دې اړه چې آیا له اسراییلو دا تمه لري که نه چې پر هغو... Читать дальше...

د افغانستان الف لوبډلې د انګلنډ الف لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د درې ورځنۍ تمریناتي سیالۍ په وروستۍ ورځ افغان ابدالیان کرکټ ملي لوبډلې د انګلنډ لاینز لوبډلې د ۱۴۷ منډو هدف د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د ۵ وېکټو په توپیر یې لوبه وګټله. افغان کرکټ بورډ ویلي، د افغان لوبډلې په ګټه په وروستۍ پاڼۍ کې دروېش رسولي ۴۵، احسان جنت ۲۹ او لوبډلمشر اکرام علي خیل ۲۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. یاده سیالي چې د دواړو کرکټ بورډونو په ګډ لګښت د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې ترسره شوه، انګلنډ په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۳۷ منډې کړې وې چې په ځواب کې یې افغانستان ۱۷۰ منډې وکړې. Читать дальше...

د میکسیکو کلیسا چلوونکي: کډوال باید د شړلو پر ځای په غېږ کې ونیول شي

Mashaalradio.com 

هر کال لسګونه زره کډوال د میکسیکو له لارې امریکا ته داخلېږي. هغه پناه غوښتونکي له غلا، تښتونو او جنسي تېري څخه د ځان ساتنې لپاره په میکسیکو کې خوندي ځای ته ضرورت لري. هلته یوه مشهوره کلیسا داسې یو محفوظ او وړیا ځای دی چې خلک پکې په امریکا کې د کډوالۍ اسنادو تر تاییدولو پورې پاتې کېدای شي. د هغې کلیسا چلوونکي باور لري چې کډوال باید د شړلو پر ځای په غېږ کې ونیول شي او ورته د ژوند بنیادي اسانتیاوې برابرې شي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

طالب چارواکي: ۴۱۱ نورې کډوالې کورنۍ پرون پاکستان نه را ستنې شوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، پرون دوشنبه د افغان کډوالو ۴۱۱ کورنۍ د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته را ستنې شوې دي. د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې ۲۴۴ کورنۍ په تورخم او ۱۶۷ نورې د سپین بولدک له لارې اېستل شوې دي. د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تراوسه له پاکستانه د راستنو شویو افغان کډوالو شمېر له څلور لکه او لس زرو اوښتی دی. پاکستان د نومبر په لومړۍ نېټې راهیسې له هغه هېواده د څه باندې ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوالو د اېستو لړۍ پيل کړې ده.

د منظور پښتین نیول کیدو ته د یو شمېر فعالانو او سیاستوالو غبرګونونه

Pa.azadiradio.com 

یوشمېر فعالانو او سیاستوالو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نیول کېدو ته غبرګونونه ښودلي دي. د همدې غورځنګ فعال او سیاستوال علي وزیر پر خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، زندان او بریدونه به د دوی زغم نه یوازې دا چې کم نه کړي؛ بلکې زیات او پوخ به یې کړي. د ښځو د تعلیم او حقونو فعالې او د پي.ټي.ایم غړې سنا اعجاز هم د پښتون نیول کېدل او پر هغه برید غندلی دی. پښتین پرون دوشنبه د بلوچستان ایالت د پولیسو له خوا وروسته تر هغه ونیول شو چې پر موټریز کاروان یې ډزې وشوې او دی ترې روغ ووت.... Читать дальше...

برېتانیا: د اوکراین جګړه کې شاوخوا ۷۰ زره روسي سرتېري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د برېتانیا د دفاع وزارت اټکل کوي چې د روسیې شاوخوا ۷۰ زره سرتېري له اوکرایني ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي. دغه وزارت پرون دوشنبه په اوکراین کې د جګړې د تحولاتو په اړه خپل تازه راپور کې د روسانو د تلفاتو دغه شمېر اعلان کړی دی. په راپور کې راغلي چې په وژل شویو روسانو کې شاوخوا ۵۰ زره یې د روسیې پوځیان او ۲۰ زره نور یې د واګنر ډلې اجیر جنګیالي دي. د برېتانیا د دفاع وزارت په حواله د اوکراین په جګړه کې له ۱۸۰ زرو تر ۲۴۰ زرو پورې روسي پوځیان او د واګنر جنګیالي ټپیان شوي هم دي. روسیې په دې اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...



Москва

Культура России: как прошёл конкурс бурятского языка для детей в Бурятии?


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин поздравил москвичей с 1 Мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Валерий Гергиев

Во Владимире прозвучал симфонический оркестр Мариинского и Большого театров под руководством Валерия Гергиева




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЦСКА выложил провокационный ролик к матчам с "Зенитом", вспомнив фразу Дзагоева

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

«Спартак» обыграл «Динамо» 2:0 в полуфинале Пути регионов Кубка России


Ролан Гаррос

Увидит ли Париж Мирру из России? Андреева дает жару в Мадриде и включается в олимпийскую гонку



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Цена нефти Brent упала ниже $84 за баррель впервые с 14 марта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России