د جسټس پراجېکټ پاکستان په خبره، له ۲۰۱۰ز څخه تر ۲۰۲۳ز کال پورې ۱۷۱ پاکستانیان په سعودي عرب او ۱۲ نور په نورو هېوادونو کې په بېلابېلو تورونو اعدام یا پانسي شوي دي.
فیض محمد سخي په کابل پوهنتون کې د موسیقۍ استاد وو خو چې په ۲۰۲۱ز کال کې طالبان پر افغانستان واکمن شول او پر موسیقۍ یې محدویتونه ولګول نو ده د پاکستان ویزه واخیسته او پېښور ته کډه شو. نوموړي اوس په هغه ښار کې د رباب زده کړې اکاډمي جوړه کړې خو وايي چې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو ایستلو اندېښمن کړی دی. موږ د مهاجرو نړیوالې ورځې په مناسبت له سخي سره خبرې کړې دي.
په کراچۍ کې اوسېدونکي بنګالیان وايي له څه باندې ۵۰ کلونو راهیسې هلته ژوند کوي خو لا هم د پاکستان شهریت یا تابعیت نه لري. دوی وايي، په دې هیله هلته ورغلي ول چې شناختي کارډ به ترلاسه کړي، خو لا هم ورڅخه بې برخې دي او خپل او د بچیو برخلیک ته اندېښمن دي. موږ د ډېسېمبر پر ۱۸مه د مهاجرو نړیوالې ورځې په مناسبت له کراچۍ مېشتو بنګالیانو سره خبرې کړې دي او دا ویډیويي رپورټ مو جوړ کړی دی.
مندوخېل څه وخت وروسته ورته د عدالت عملې وویل چې د پشتین د درخواست اورېدنه تر یوې اوونې پورې ځنډوي او اوس به یې د ډېسېمبر پر ۲۵مه کوي.
عبدالله جان د افغانستان د کندوز ولایت د دشت ارچي اوسېدونکی دی چې له تېرو ۳۸ کلونو راهیسې په پاکستان کې مېشت دی. دی وايي، په خیبر پښتونخوا او د بلوچستان په یوشمېر پښتون مېشته سیمو کې یې ژوند تېر کړی دی، سخته مزدوري یې کړې ده او اوس یې هم کوي. موږ له جان سره د مهاجرو یا تارکین وطن د نړیوالې ورځې په مناسبت، چې د ډېسېمبر پر ۱۸مه لمانځل کېږي، ویډیويي مرکه کړې ده.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости