د ولایتي شورا له وکالته د کورنۍ د غړو تر ډله ییزې وژنې او جلاوطنۍ
دلیپ سینګ هغه افغان سیک دی چې د ورور په ګډون يې د کورنۍ پنځه کسان یوځايي په کابل کې پر سیکانو او هندوانو په حمله کې وژل شوي. ښاغلی سینګ د غزني په ولایتي شورا کې د هندوانو او سیکانو استازی هم پاته شوی دی. دی د امنیتي ستونزو له کبله اوسمهال په هند کې اوسي خو هیله لري بیرته افغانستان ته ستون شي. .