روسیې د امریکا او البانیا له لوري وړاندیز شوی پرېکړه لیک ویټو کړ
په امنیت شورا کې د پرېکړه لیک پر سر تر رای اخیستلو مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان وکړ چې د اوکراین څلور غصب کړې سیمې یې د خپل هېواد له خاورې سره یوځای کړي دي.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جوبایډن د روسیې ولسمشر پوتین ته خبرداری ورکړ چې د روسیې له خاورې سره د اوکراین د خاورې د څلورو سیمو یو ځای کېدل به کله هم په رسمیت ونه پېژني.
