Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2022

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ لومړۍ لوبه د سریلانکا او نامیبیا ترمنځ ده

0
د کرکټ د شل اورونو د نړیوال جام لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۱۶مه د سریلانکا او نامیبیا ترمنځ ده.


د شل اورونو د کرکټ نړیوال جام لومړی ځل په ۲۰۰۷ کال کې پیل شو، کوربه یې جنوبي افریقا وه.


تر دې وروسته اووه ځله دا نړیوالې لوبې په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره شوې دي.


تر اوسه دا جام دوه ځله ویسټ انډیز ګټلی دی، له دې پرته هند، پاکستان، انګلستان، سریلانکا او اسټرالیا یو یو ځل دا جام خپل کړی دی.


په تېرو نږدې شپږو پېړیو کې چې د کرکټ لوبې د انګلستان له جنوب ختیځه پيل شوې چې بیا د بریتانیا له امپراتورۍ سره خپرې شوې د نولسمې پېړۍ په پيل کې د کرکټ د نړیوالې شورا له رامنځته کېدو سره یې نړیوالې مسابقې شروع شوې.


د کرکټ نړیوال جام پخوا یوازې یو ورځنۍ وه چې لومړی ځل په نولس سوه پنځه اویایم کال کې وشو، دا جام هر څلور څلور کاله وروسته ترسره کېږي او راتلونکې لوبې یې په دوه زره درویشتم کې په هند کې دي.


د ټسټ لوبو نړیوال جام هم اوس پیل شوی دی چې تېر کال نیوزیلنډ خپل کړ.


د شل اورونو په لومړیو دوو نړیوالو جامونو کې افغان لوبډله ونه لوبېده له هغه راوروسته یې دې جام ته لار وکړه خو تر دې دمه یې د پام وړ نتیجه نه ده ترلاسه کړې.


د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف ازادي راډیو ته وویل چې هیله من دی چې سږکال به په نړیوال جام کې افغان لوبډله ښه وځلېږي.


هغه زیاتوي: "تیاریانې ښې دي. لوبغاړي جسماً هم ښه چمتو شوې دي. په اسټرالیا کې پنځلس شپاړس ورځې تمرینات چې د قرنطین پرمهال ترسره کېږي ډېر څه دي، چې له دې سره به که خدای کول چمتوالی نور هم ښه شي."


افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه په دې جام کې د اکټوبر په دوه ویشتمه له انګلستان سره وکړي.




څلور ورځې وروسته تر دې له بلې پياوړې ډلې نیوزیلنډ سره د افغانستان لوبه ده، له افغانستان سره په ګروپ کې کوربه اسټرالیا هم ده او دوې نورې هغه لوبډلې به له دې ګروپ سره یوځای شي چې د غوراوي پړاو په سیالیو کې وروسته دې ګروپ ته راځي.


په تېرو پنځلس کلونو کې د شل اووره نړیوال جام لوبې د کرونا وبا او یو شمېر نورو دلایلو له امله په منظم ډول نه دي ترسره شوي، خو تر دې وروسته چې د کرکټ نړیوالې شورا کوم پلان ورته جوړ کړی دی، د دې جام لوبو مهالوېش یې منظم کړی دی.


ټاکل شوې ده چې دوه کاله وروسته د شل اورونو د کرکټ نړیوال جام په ویسټ انډیز او د امریکا په متحدایالتونو کې ترسره شي له هغه دوه کاله وروسته به هند او سریلانکا د دې جام کوربانه وي، په دوه زره اته ویشتم کې به اسټرالیا او نیوزیلنډ کې دا لوبې وشي او په دوه زره دېرشم کال کې اټکل کېږي چې بریتانیا او ایرلنډ به د شل اورونو د نړیوال جام کوربانه شي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России