يونان کې د ريلګاډو د ټګر له امله د مړو شمېر ۵۷ ته رسېدلی
په یونان کې د چهارشنبې په ورځ د دوو ریلونو د ټکر له امله د مړو شمیر لږ تر لږه ۵۷ تنو ته رسېدلی.
د ژغورنې ډلې لږ تر لږه دوه ورځې د ریلګاډو په ماتو برخو کې د مړو لټون کاوه.
د یونان د پولیسو ویاند کنستندیا دیموګلیډو پرون خبریالانو ته وویل چې، په پېښه کې ۴۸ تنه ټپیان شوي چې لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د چهار شنبې په ورځ د یونان په شمال کې یو مسافر وړونکی ریل له یوه بار وړونکي اورګاډي سره ټکر شو.
د یونان خلکو د ریلګاډو او ټرانسپورټ د ادارو په کمزوري مدیریت باندې اعتراضونه پیل کړي.
خلک په پلازمېنې اتن کې له پولیسو سره هم په اخ او ډب اوښتي.
د خلکو د فشارونو په خاطر د ټرانسپورټ وزیر له دندې استعفا ورکړې او ویل کېږي چې مظاهرې به لا هم روانې وي.
د لاریسا ښار چېرته چې ریلګاډي سره لګېدلي د تمځای مدیر د ټکر وروسته سمدلاسه ونیول شو او د بې پروایی له امله د ډېرو خلکو د وژل کېدو او ژوبلولو تور پرې ولګېد.
په یونان کې د دې خونړۍ پېښې اصلي لامل نهدی معلوم.