"په فبرورۍ کې پاکستان کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې"
د یادې ادارې مشر سعد خټک د مارچ پر دویمه مشال رېډیو ته وویل، د جنورۍ میاشتې پرتله په فبرورۍ میاشت کې د بدامنۍ پېښې ۳۲ فیصده زیاتې وې خو د جنورۍ میاشتې په مقابله کې په فبرورۍ میاشت کې د مرګژوبلې شمېره ځکه کمه وه چې په جنورۍ کې د پېښور په پولیس لاین کې حملې زیات کسان وژلي ول.