د بریتانیا تر ټولو لوی جومات بېرته پرانیستل کېږي
ټاکل شوې ده چې د بریتانیا تر ټولو لوی جومات چې اته کاله مخکې سوځېدلی و، نن بیا پرانیستل شي.
د بیت الفتوح په نوم دا جومات د لندن په جنوب کې دی چې په یوه وخت دیارلس زره کسان لمونځ په کې کولای شي.
په دې پنځه پوړه جومات کې په ۲۰۱۵ کال کې اور ولګېد چې یو شمېر کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړ.
د دې اور لګېدو په تور یو شپاړس کلن ماشوم تورن شوی و، خو د بریتانیا محکمې په ۲۰۱۷ کال کې هغه ته برائت ورکړ.
د بیت الفتوح جومات پر بیا رغونه نږدې شل میلیونه پونډه لګښت راغلی دی چې په بریتانیا کې د احمدي مسلمانانو ټولنې ورکړی دی.