Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2023

ايټاليا کې د افغانستان سفارت: د کښتۍ له ډوبېدو وروسته د ٣٢ افغانانو مړي موندل شوي

0
ايټاليا کې د افغانستان سفارت: د کښتۍ له ډوبېدو وروسته د ٣٢ افغانانو مړي موندل شوي

په ايټاليا کې د افغانانو د ټولنې سلاکاره او په ايټاليا کې د افغانستان سفارت د څارنې کمېسيون غړې کبرا رحمتي وايي، د ايټاليا په اوبو کې د ډوبو شويو افغانانو د جسدونو لټون لا هم روان دی.

نوموړې، چې پرون د ایټالیا کروتون ښار ته چېرې چې د افغانانو او نورو کډوالو کښتۍ ډوبه شوې وه، ورغلې وه، وايي چې د دغې پېښې یو شمېر ژوندي پاتې شوي کسان د خپلو عزیزانو د جسدونو موندلو لپاره ان د سمندر شګې په لاسونو لټوي.

د اغلې رحمتي په وينا ډېری زيانمن شوي خلک افغانان دي.

رحمتي زياتوي: "ډېره دردونکې وه، د بېلګې په ډول يو ۹ کلن ماشوم و چې د کورنۍ ۷ غړي يې له لاسه ورکړي وو او يوازې پاتې و. هغه ماشوم ويل، زه څه وکړم؟ دلته یوازې يم، حتی نه پوهېده چې کورنۍ يې چېرې ده. يوه بله کورنۍ وه چې د يو نيم کلن ماشوم جسد یې پيدا شوی و او د کورنۍ د څلور تنو نورو جسدونه يې لا نه وو موندل شوي. لنډه دا چې د ايټاليا په سويل کې يوه لويه فاجعه وه. زه نه پوهېږم چې څنګه ووايم چې د دې پېښې تر ډېری زيانمن افغانان وو."

 

 

رحمتي زیاته کړه چې د ایټالیا په اوبو کې د ډوبې شوې کښتۍ د قربانیانو د جسدونو د انتقال او ښخولو مسوولیت ایټالیا پر غاړه اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې په ايټاليا کې د افغانستان سفارت په خپله فېسبوک پاڼه د يوې اعلاميې په خپرولو ویلي چې تر اوسه په دې پېښه کې د ٣٢ افغانانو مړي پېژندل شوي دي.

د دغې اعلامیې پر بنسټ ۵ تنه افغانان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او ۷۲ تنه چې له پېښې ژوندي پاتې وو د ایټالیا په کرتون ښار کې د کډوالو یوه مرکز ته لېږدول شوي دي.

د قربانیانو د کورنۍ یو غړې چې نه یې غوښتل ازادي راډیو سره مرکه وکړي، ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې یوازې دومره وویل چې د ایټالیا په کرتون کې د خپل ماما د جسد موندلو ته انتظار باسي چې د ډوب شویو کسانو په منځ کې دی.

 

 

د کډوالې نړیوال سازمان اجرایوي مسوول ایوجینیو امبروسي هم ویلي، هغه کسان چې له دې لارې کډوال کېږي، ډېری یې افغانان دي.

امبروسي وویل: "دا هغه لار ده چې اکثراً تګ راتګ له دې لارې کېږي. ډېری کډوال چې له دې لارې راځي، افغانان دي او د پاکستان، سوریې او ایران په ګډون، د یو شمېر نورو هېوادونو اتباع وي، خو د دوی اکثریت که زه تېروتنه ونه کړم، ۵۰ سلنه هغه کسان دي چې تېر کال له دې لارې راغلي وو، افغانان وو."

له دې پېښې وروسته د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت رسنيو ته يو ويډيويي پيغام ولېږه او د دغې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ په ترڅ کې یې وويل چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٨٠ افغانان وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په دې ویډیويي پیغام کې ویلي و: "په دې ډول یو ځل بیا له خپلو ټولو هېوادوالو څخه غواړو چې بهرنیو هېوادونو ته د قاچاقي، ناسمو او غیرقانوني لارو له تګ څخه ډډه وکړي. همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت له خیریه موسسو او په ځانګړې ډول د سره صلیب له نړیوالې ادارې څخه غواړي چې د ایټالیې په ساحلي ښار کې د افغانانو د جسدونو د موندلو او د دوی د انتقال په برخه کې د بشري مکلفیتونو پر بنسټ خپل مسوولیت ادا کړي."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې له خلکو غوښتي چې له غیرقانوني او قاچاقي لارو کډوال نه شي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د پاسپورټونو د وېش بهیر له میاشتو راهیسې بند شوی و.

دغه شان له ازادي راډيو سره په مرکو کې خلکو په ځو ځلي ويلي چې اقتصادي ناورین او امنيتي ننګونې هغه لاملونه دي چې د طالبانو له بيا ځلې واکمنېدو وروسته يې، دوی له هېواده وتلو ته اړ کړي دي.

د کډوالو دغه کښتۍ چې په کې افغانان هم وو او غوښتل یې په غیرقانوني ډول د ترکیې له ازمیر ښار څخه ایټالیا ته ځان ورسوي، د کب میاشتې په اتمه د ایټالیا په اوبو کې ډوبه شوه.

ویل کېږي دې کښتۍ چې د ۱۰۰ تنو سپرلیو ظرفیت یې درلود ۱۸۰ تنه په کې سپاره وو.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников





Москва

В Москве произошла драка с участием 15 человек, двое в больнице


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Александр Розенбаум

Среди петербургских музыкантов СМИ чаще всего упоминают Розенбаума и Шклярского




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»


ATP

Теннисист Медведев потеряет место в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


2ГИС

Маркетологи рассказали, что влияет на популярность компании в 2ГИС



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России