یو شمېر کابل ښاریان د حضوري چمن د بیارغونې غوښتنه کوي
۲۲ کلن زهیر، حضوري چمن ته نږدې ژوند کوي.
هغه وایي چې هره ورځ سپورټ لپاره ورځي، خو د حضوري چمن له بد وضعیت شکایت کوي.
د هغه په خبره، حضوري چمن اوس د سپورټ او تفرېح لپاره یو مناسب ځای نه دی.
زهیر ازادي راډیو ته وویل: "موږ هره ورځ حضوري چمن ته د فوټبال د تمرین لپاره راځو، خو له بده مرغه چې د حضوري چمن وضعیت هېڅ ښه نه دی، خاورې ډېرې وي، اصلاً شین چمن نه لري او طالبانو هم ورته هېڅ پام نه دی کړی."
عبدالاحد امیري چې معلول لوبغاړی دی، حضوري چمن د معلولو ورزشکارانو د سپورټ لپاره هم یو مناسب ځای ګڼي او د طالبانو له حکومته غواړي چې بیا یې ورغوي.
عبدالاحد وایي: "دا یو لوی سهولت دی د لوبغاړو لپاره. موږ د المپيک له ملي کمېټې غواړو چې د حضوري چمن د بیا رغونې لپاره پاملرنه وکړي، ځکه د لوبغاړو د سپورټ د ودې او د تمرین لپاره ښه زمینه دلته مساعده ده، خو له بده مرغه اوس چې هلته ولاړ شئ، له خاورو او کثافاتو پرته بل څه نه ویني."
۶۷ کلن حاجي نورالله بیا د کابل اصلي اوسېدونکی چې د حضوري چمن ښې ورځې یې په یاد دي.
نوموړی وايي: "دا چمن مې د ظاهر خان له وخته یاد دی، موږ ځوان هلکان وو چې په دې چمن کې به جشنونه نمانځل کېدل، ځوانانو به فوټبال کاوه. پخوا یې نوم چمن حضوري و او ښه شین و، کال به کال به رېبل کېده او کال کې دوه ځلي اوبه هم ورکول کېدې."
حاجي نورالله هم د حضوري چمن د بیا رغونې غوښتنه کوي.
د طالبانو په کنترول کې د افغانستان د المپیک کمېټه وایي، دوی د حضوري چمن د جوړونې او بیا رغونې پلان او پروګرام لري چې د خصوصي سکټور په همکارۍ به یې عملي کړي.
د افغانستان د المپيک د ملي کمېټې د نشراتو رییس اتل مشواڼي ازادي راډيو ته وویل: "د اسلامي امارت له راتګ سره سم د چمن حضوري مسوولیت د سپارلو لپاره یو کمېسیون رامنځته شو، بېلابېلو ادارو کمېسیون ته خپل پلانونه ورکړل. زموږ پلان تایید شو او پرېکړې پر دې وشوه چې د حضوري چمن ځمکه به د المپيک ملي کمېټې ته ورکول کېږي، لا د تسلیمۍ ځینې رسمي کارونه پاتې دي، د بشپړېدو او د اسنادو د مراحلو له تر سره کولو وروسته به له پلان سره سم کارونه یې پيل شي."
مشواڼی زیاتوي چې لومړني کارونه به دوی پیل کړي او بیا به یې خصوصي سکټور ته ورکړي چې په کې جمنازیمونه او سپورټي کلپونه جوړ کړي.
د نوموړي په خبره، په تېر جمهوري نظام کې ۱۸ کاله د حضوري چمن ځمکه د کابل ښاروالۍ اړوند ملکیت وه او اوس د دوی عملیاتي ادارې ته تسلیم شوې.
حضوري چمن په کابل کې تر ټولو لویه سپورټي سیمه بلل کېږي چې څه باندې ۱۰۰ جریبه ځمکه کې رانغاړل شوی.
حضوري چمن په ۱۳۸۹ کال کې د دوه میلیونو ډالرو په لګښت د عزیزي بنسټ او ایم ټي این مخابراتي شرکت له خوا المپیک کمېټې سره د هوکړه لیک پر بنسټ ورغول شو او په ۱۳۹۰ کال کې ګټې اخیستلو ته وسپارل شو.
خو د وخت په تېرېدو سره د نه پاملرنې له امله یو ځل بیا شاړ او په نشه يي توکو د روږدو کسانو د اوسېدلو په ځای بدل شو، شاوخوا کټارې یې ماتې شوې او لا هم په همغه وران، ویجاړ وضعیت کې دی.