افغان سوکوهونکي محمد ذکريا زماني له خپل تايلنډي سيال څخه ماتې وخوړه
افغان سوکوهونکي محمد ذکریا زماني له خپل تایلنډي سیال تیرا کرام څخه ماتې وخوړه.
د دوی لوبه پرون په بنکاک کې د اسیا د WBA اتلولي په کمربند باندې ترسره شوه.
زماني په لسو رونډونو کې د نمرو په توپیر لوبه وبایلله او سیال یې تیرا کرام چې شاوخوا ۴۵ لوبې یې ګټلي له خپلې اتلولۍ دفاع وکړه.
افغان بوکسر پنځه لوبې ګټلي او د تېرې شپې په ماتې یې د ماتو شمېر دوو ته لوړ شو.