ايراني ځواکونو دوه افغانان د نشهيي توکو د قاچاق په تور نيولي
![ايراني ځواکونو دوه افغانان د نشهيي توکو د قاچاق په تور نيولي](https://gdb.rferl.org/08790000-0a00-0242-146c-08da811df81d_cx2_cy0_cw96_w800_h450.jpg)
د ایران سرحدي ځواکونو دوه افغانان د شاوخوا پنځلس کیلوګرامه مخدره موادو د قاچاق په تور نیولي دي.
ایرنا دولتي اژانس شنبه راپور ورکړی چې، دا افغانان د دوغارون په ګمرک کې ایران ته د ننوتلو پر مهال نیول شوي.
د دوغارون د ګمرک مدیر سیدحسن رحیمي زاده ویلي، تورنو کسانو غوښتل لس کیلوګرامه تاریاک او شاوخوا څلور کیلوګرامه چرس ایران ته انتقال کړي.
په ایران کې د مخدره موادو قاچاقیانو ته سختې سزاوې ورکول کېږي او لسګونه قاچاقیان په تېرو کلونو کې ان اعدام شوي هم دي.
ایراني چارواکو د پنجشنبې په ورځ هم په مازندران کې یو افغان تبعه د جاسوسۍ په تور بند ته اچولی دی.