ګوتېرش: بډايه هېوادونو دې له بېوزله هېوادونو سره مرستې وکړي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي لهخوا له بېوزله هېوادونو سره د مرستې غوښتنه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش ویلي دي، بډایه هېوادونه باید له هغو هېوادونو سره د کال پنځه سوه میلیارده ډالره مرسته وکړي چې، په یوه سخت حالت کې ایسار دي او د اقتصادي پیاوړتیا او پرمختګ مخه یې ډب ده.
هغه زیاته کړه: "کله چې هېوادونه له منابعو څخه محرومه او سخت پوروړي شي او لا د COVID-19 په وړاندې د مبارزې په غیر عادلانه جال کې ګېر وي، نو اقتصادي وده ګرانه ده."
د "کم پرمختللو هېوادونو" د مشرانو غونډه معمولا په هرو لسو کلونو کې ترسره کېږي، خو دغه سرمشریزه د کرونا ویروس د خپرېدو له امله دوه ځله ځنډول شوې ده.
د دوحې په غونډه کې د ۴۶ کم پرمختللو هېوادونو استازو ګډون کړی دی. د افغانستان او میانمار استازي ځکه نهدي ور بلل شوي چې واکمن حکومتونه یې په ملګرو ملتونو کې رسمیت نهلري.
د طالبانو حکومت نړیوالو لا په رسمیت نهدی پېژندلی او په میانمار کې هم چې پوځي حکومت جاري دی ملګرو ملتونو نهدی منلی.
د دوحې په سرمشریزه کې د بډایه یا د نړۍ د سترو اقتصادونو کوم مشر ګډون نهدی کړی.
ښاغلي ګوتېرش د کم پرمختللو یا بېوزلو هېوادونو د مشرانو په حضور کې د بېوزلو هېوادونو پر وړاندې د ځواکمنو هېوادونو پر تګلارې سختې نیوکې وکړې.
د ملګرو ملتو سرمنشي زیاته کړه چې، بېوزله هېوادونه په «ډیجیټل انقلاب» کې شاته پاتې شوي او په اوکراین کې د جګړې له امله د دوی د خوراکي او سون توکو لګښتونه لوړ شوي دي.