ملګرونوملتونو د سمندري ژويو پر خونديتوب موافقه وکړه
د ملګروملتو غړیو هېوادونو په نیویارک کې له دوو اوونیو کوټلیو خبرو وروسته د سمندرونو د ژوو پر خوندیتابه موافقه وکړه.
اسوشیتید پریس خبري اژانس پرون (یکشنبه) په دې اړه په خپل راپور کې وویل چې، د ملګروملتو د غړیو هېوادونو دا موافقه د سمندرونو د ژوو د ساتنې په برخه کې یو لوی ګام ګڼل کېږي.
د راپور لهمخې، کله چې په ۱۹۹۴ م کال د سمندرونو د قانون کنوانسیون تصویب او نافذ شو، د سمندرونو د ژوو حقوقي مفهوم چندان تثبیت شوی نه و او په تېرو دوو لسیزو کې په دې اړه ډېرې خبرې وشوې خو نتیجې ته نه رسېدې.