ملګري ملتونه په افغانستان کې د اوبو لګولو د ۷۹ پروژو بیارغونه کوي
![ملګري ملتونه په افغانستان کې د اوبو لګولو د ۷۹ پروژو بیارغونه کوي](https://gdb.rferl.org/5a687c09-afb5-43f5-8d03-8b97599f33ff_cx13_cy11_cw82_w800_h450.jpg)
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، په افغانستان کې د وچکالۍ د اغېزو د کمولو لپاره د اوبو لګولو د ۷۹ پروژو بیارغونه کوي.
دې ادارې پرون پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې دا اقدام د اوبو سرچینو ته د خلکو د لاسرسي د آسانتیا، د اقلیمي ارتجاعیت د پیاوړي کولو او په لنډمهال کې د کلیوالو سیمو خلکو ته د کارموندنې په مقصد کوي.
افغانستان په تېرو څلو کلونو کې د پرله پسې وچکالیو له کبله سخت زیانمن شوی، خو ترڅنګ یې د نړیوالو د مرستو له کمېدو او د ډېری اقتصادي پروژو له بندېدو سره افغان بزګران له سختو ستونزو سره لاس ګرېوان دي.