د روغتیا نړیوال سازمان د کندهار میرویس روغتون سره مرسته کړې
![د روغتیا نړیوال سازمان د کندهار میرویس روغتون سره مرسته کړې](https://gdb.rferl.org/c8c838c5-4f05-413e-a1b3-ff4270dd10c6_w800_h450.jpg)
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د کندهار ولایت د میرویس روغتون له بېړنۍ څانګې سره د تازه مرستې خبر ورکړی.
دې سازمان پر ټویټر په یو بیان کې چې پرون خپور شو ویلي، د میرویس د ۶۰۰ بستریز روغتون د عاجلو ناروغانو له څانګې سره یې چې ۱۵ بسترونه لري، د روغتیايي تجهیزاتو او درملو مرسته کړې ده.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته چې له افغانستان سره د نړیوالو په مرستو کې کموالی راغی، د هېواد ډېری روغتونونه د درملو او روغتیايي تجهیزاتو له کمښت سره مخامخ دي.