د ژوندي پاتې کېدو په تمه غبرګونکو کاناډایي ماشومانو خپله لومړنۍ کلیزه ونمانځله
![د ژوندي پاتې کېدو په تمه غبرګونکو کاناډایي ماشومانو خپله لومړنۍ کلیزه ونمانځله](https://gdb.rferl.org/058a0000-0aff-0242-1124-08dad216b177_cx35_cy0_cw64_w800_h450.jpg)
هغو غبرګونکو کاناډایي ماشومانو خپله لومړنۍ کلیزه ونمانځله چې له ټاکلې مودې څلور میاشتې یا ۱۲۶ ورځې مخکې زېږېدلي وو او د ژوندي پاتې کېدو تمه یې نه وه.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ادیال او اریال په نوم دغه هلک او نجلۍ د هغو امریکایي غبرګولو ماشومانو ریکارډ مات کړ چې له ټاکلې مودې ۱۲۵ ورځې مخکې زېږېدلي وو.
اوس د کاناډایي ماشومانو نومونه د نړۍ د ریکارډونو په کتاب ګینس کې ثبت شول.
د ګینس په ویبپاڼه کې راغلي چې د دغو ماشومانو یوه هغه د زېږون پر مهال ۳۳۰ ګرامه او بل هغه یې ۴۲۰ ګرامه وزن درلود او له همدې کبله په نړۍ کې تر ټولو کم وزنه غبرګونکي ماشومان بلل شوي دي.
د خبر په دوام کې د ماشومانو د مور او پلار په حواله ویل شوي چې ډاکترانو یې له اوله سره ژوندي پاتې کېدو ته هیلې نه درلودې.