داعش د پاکستان په کوټه کې د وروستي ځانمرګي بريد مسووليت ومانه
![داعش د پاکستان په کوټه کې د وروستي ځانمرګي بريد مسووليت ومانه](https://gdb.rferl.org/083d0000-0a00-0242-6472-08da3836b3f0_w800_h450.jpg)
د اسلاميدولت ډلې یا داعش د پاکستان په جنوب لوېدیځ کې د هغه ځانمرګي برید مسوولیت ومانه چې پرون دوشنبه ۹ پولیس په کې ووژل شول.
د رویټرز خبري اژانس په وینا دغه برید د کوټې ختیځ ته په ۱۶۰ کیلو متري سیبي سیمه کې پرون هغه مهال وشو چې په موټر سایکل سپور ځانمرګي بریدګر د پولیسو موټر په نښه کړ.
د 'سایټ' استخباراتي ډلې مشرې ریتا کتز چې د سخت دریځو ډلو انلاین فعالیتونه څاري، پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې داعش د برید پړه منلې ده.
رویټرز د روغتیایي چارواکو په حواله ویلي چې برید کې ۷ پولیس ټپيان شوي هم دي.
دا په پاکستان کې پر پولیسو د برید تازه پېښه ده.