روسيې سره د بنديانو تبادلې په لړ کې ۱۳۰ اوکرايني پوځيان خوشې شوي دي
![روسيې سره د بنديانو تبادلې په لړ کې ۱۳۰ اوکرايني پوځيان خوشې شوي دي](https://gdb.rferl.org/08530000-0a00-0242-bcef-08db069616c0_w800_h450.jpg)
کییف وايي، له روسیې سره د جنګي اسیرانو د تبادلې په لړ کې ۱۳۰ تنه اوکرایني پوځیان چې څلور ښځې هم پهکې دي، خوشې شوي.
د اوکراین په جمهوري ریاست کې د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز اندرې ییرماک پرون پر ټولنیزو شبکو په یوه بیان کې ولیکل، دی د خپلو ټولو هغو همکارانو د ډلې ستاینه کوي چې د ډېرې مودې لپاره یې د دې تبادلې پر عملي کولو کار وکړ.
د روسیې د دفاع وزارت هم ویلي چې د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو لهخوا نیول شوي ۹۰ تنه سرتېري یې د پرونۍ تبادلې په نتیجه کې خوشې شوي دي.