د کډوالو کمېشنرۍ لغمان کې د يو ټولنيز مرکز د بنسټ ډبره اېښې
![د کډوالو کمېشنرۍ لغمان کې د يو ټولنيز مرکز د بنسټ ډبره اېښې](https://gdb.rferl.org/080a0000-0a00-0242-b8d1-08da4eb998e1_w800_h450.jpeg)
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ په لغمان کې د یوه ټولنیز مرکز د بنسټ ډبرو اېښودو خبر ورکړ.
دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي: "دا د UNHCR د کار یوه برخه ده چې عادي ژوند ته د راستنېدونکو کډوالو او بېځایه شویو افغانانو د ستنېدو په برخه کې مرسته کوي."
دغې ادارې د دې مرکز په باب نور توضیحات نهدي ورکړي.