ډبيلوافپي: افغانستان کې د مرستو رسولو لپاره مو ازبکستان کې لوژستيکي ظرفيت ډېر کړی
![ډبيلوافپي: افغانستان کې د مرستو رسولو لپاره مو ازبکستان کې لوژستيکي ظرفيت ډېر کړی](https://gdb.rferl.org/08790000-0a00-0242-c386-08da8af961fa_w800_h450.jpg)
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) وايي، په افغانستان کې ټولو اړو کسانو د خوراکي توکو د مرستو رسولو لپاره یې په ازبکستان کې د خپل نوي جوړ شوي لوژستیکي مرکز ظرفیتونه زیات کړي دي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني ازادي راډیو ته وویل، نن سبا د ازبکستان د حکومت په همکارۍ له دې لوژستیکي مرکز څخه شا و خوا ۱۰۰۰ ټنه خوراکي توکي افغانستان ته لېږدول کېږي.
نوموړی وايي: "دا مهال د ازبکستان د حکومت په همکارۍ د ورځې زر مټریک ټنه خوراکي مواد له پولې تر اوښتو وروسته افغانستان ته راوړل کېږي. د ازبکستان په ترمز ښار کې د نوي لوژستیکي مرکز د ظرفیت لوړول به له موږ سره مرسته وکړي چې وکړای شو په ښه بڼه هغو ۲۰ ملیونو وګړو ته چې دا مهال په افغانستان کې وږي او د خوراکي توکو مرستې ته اړ دي، د خوراکي موادو مرستې ورسوو. موږ لا هم ۱ اعشاریه ۵ ملیارد ډالرو نورو مرستو ته اړتیا لرو، چې د پلان لهمخې ټولو هغو کسانو ته مرستې ورسوو، چې ورته اړ دي."
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د ۲۰۲۱م کال له اکتوبر میاشتې تر اوسه افغانستان ته څه باندې یو ملیون ټنه خوراکي توکي وارد شوي دي.
د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو خلک د ازادي راډیو پر واټساپ یا هم پیغام ثبتوونکي ماشین کې خپل شکایتونه ثبتوي او وايي د دوی په نامه راغلې مرستې پر دوی په منصفانه ډول نه وېشل کېږي.
يوی کس په خپل پيغام کې ويلي: "د خوست له ځاځي میدان درسره په تماس کې یم. دې ولسوالۍ ته د نړیوالو کومه مرسته نهده راغلې. دغه ۴۰ ملیوني ډالرې مرستې چې راځي، په دې ولسوالۍ کې چا سره مرسته نهده شوې. دلته خلک بېوزلي دي."
دغه راز د فراه ولايت د بکواه ولسوالۍ يو اوسېدونکی وايي: "د فراه له بکواه ولسوالۍ په تماس کې یم. زه غواړم له ملکانو سره دې تماس پرې شي، په مستقیم ډول دې بشري مرستې تر خلکو رسول کېږي."
د هلمند يو اوسېدونکي ازادي راډيو ته په خپل رالېږلي پيغام کې و يلي: " دلته د بېوزلو کسانو نومونه نه لیکل کېږي، د نورو نومونه لیکل کېږي، هرڅه مرستې چې راځي اړو کسانو ته نه رسېږي."
ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې به روان ۲۰۲۳م کال شا و خوا ۲۸ ملیونه او ۳ لکه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وايي، بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر داسې وخت زیات شوی، چې افغانستان درې پرلهپسې کلونه له وچکالۍ سره مخامخ و او دا دویم کال دی چې اقتصادي وده په کې کمه شوې ده.