سيما باهوس: له افغان ښځو سره د طالبانو 'ناوړه چلند' بايد پای ته ورسېږي
![سيما باهوس: له افغان ښځو سره د طالبانو 'ناوړه چلند' بايد پای ته ورسېږي](https://gdb.rferl.org/05e00000-0a00-0242-1e6c-08d9954d67d1_w800_h450.jpg)
د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې سیما باهوس یو ځل بیا په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند د بندېدو غوښتنه وکړه.
مېرمن باهوس بېګا د ملګروملتونو امنیت شورا ته په وینا کې هغه څه چې په افغانستان کې له ښځو سره روان دي جنسیتي اپارتاید یا توپیر وباله او ویې ویل چې، افغانستان له ښځو سره د ظلم تر ټولو شدید مثال دی خو زیاته یې کړه چې یوازینی هېواد نهدی.
په همدې غونډه کې په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې لیندا توماس ګرینفیلډ هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، دا غواړي په ټوله نړۍ کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تشدد او ظلم ته د نړیوالو پام واړوي.
هغې په ځانګړي ډول د افغانستان ایران او ورسره د اوکراین د هغو سیمو یادونه وکړه چې د روسیې پوځي ځواکونو په ولکه کې دي.