اروپايي ټولنه روسیې ته د وسایلو استولو برخه کې د څارنې پراختیا ته هېوادونه هڅوي
بلومبیرګ خپرونه راپور ورکوي چې اروپايي ټولنه غواړي نور هېوادونه روسیې ته د هغې ټکنالوژۍ او وسایلو د استولو پر بهیر د څارنې پراختیا ته وهڅوي چې په پوځي برخه کې کار ترې اخیستل کېږي.
اروپايي ټولنې ویلي چې پر اوکراین د برید له کبله پر روسیې د لوېدیځ له بندیزونو او د صادراتو د کنټرول له وضع کولو وروسته ترکیې، متحده عربي اماراتو، قزاقستان او نورو هېوادو ته د اروپايي ټولنې او د جي اوه ډلې له غړو څخه د مالونو په استولو کې زیاتوالی راغلی.
په وروستیو څو اونیو کې متحدوایالتونو هم نور هېوادونه هڅولي چې روسیې ته د ممنوع وسایلو د ورتګ مخه ونیسي.