Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2023

د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې له بشري حقونو سرغړونې ودروي

0
د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې له بشري حقونو سرغړونې ودروي

د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې ودروي.

امین الحق قاضي خېل چې په تېر جمهوري حکومت کې یې د پولیسو په لیکو کې دنده کوله، د کورنۍ غړي یې وايي، نوموړی تېره شپه د کونړ په مرکز اسداباد کې وژل شوی دی.

د هغه د تره زوی رحمان الله قاضي خېل ازادي راډیو ته وویل، نوموړی له زېندۍ کېدو وروسته په خوړ کې غورځول شوی و.

د قاضي خېل په وینا، د تره زوی یې مخکې د کونړ امنیه قومندانۍ کې پولیس و او له دې ورهاخوا یې له هیچا سره څه ستونزه نه درلوده.

هغه ازادي راډيو ته وویل: "ماښام له کوره وتلی و، د سیند پر غاړه له حجرې سره و، له دې وروسته یې هیچا ته معلومات نه و، له کور څخه یې هم ډېر زنګونه ورته کړي وو، خو ځواب یې نه ورکاوه. وروسته د طالبانو د امنیت لخوا راپور راغی چې په خوړ کې داسې یوه پېښه شوې. بیا موږ هلته ورغلو، له هغه ځای څخه مو جسد روغتون او بیا کور ته انتقال کړ."

خو نوموړی په مشخص ډول نه وايي، چې دا کار د چا کېدلای شي.

په بلخ کې ولایت کې بیا د یوې کورنۍ غړي ادعا کي وايي، چې ۸ تنه خپلوان طالبانو د بغاوت او تښتونې په تور د طالبانو له خوا په عملیاتو کې وژل شوي دي.

دوی چې د جمعې په ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یوناما مخ ته د عدالت غوښتلو په موخه اعتراض کړی و، ویل يې دا کسان چې ټول ملکیان وو، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې رغنیز شرکتونه درلودل او هېڅ ډول جرمي سابقه یې نه‌لرله.

د بلخ امنیه قوماندانۍ د تېرې چهارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د دوی له قوله، په مزار شریف کې یې د 'انسان تښتونکو او باغیانو' پر ضد عملیات کړي او ۸ تنه یې وژلي.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او تر خوا یې د بلخ امنیه قوماندانۍ د دې کسانو د کورنیو له اعتراض وروسته، د دې موضوع د سپیناوي لپاره د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

په ورته وخت کې د بلخ په ګاونډ سرپل ولایت کې هم یوې مېرمنې په یوې ویډیو کې ادعا کړې چې طالب وسله‌وال یې د فبرورۍ په اته ویشتمه نېټه کور ته ننوتي او په دوه لوڼو یې ورته جنسي تېری کړی دی.

دا ویډیو له تېرو دوو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوې.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه هم څه نه دي ویلي.

د دې پېښې له رسنیزېدو وروسته د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دې په دې اړه څېړنې وکړي.

بلخوا د بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې هم تېره شپه ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو له بیا واکمنېد وروسته د بشري حقونو د سرغړونو او تاوتریخوالي یوه نوې دوره پیل کړې ده.

دې سازمان ادعا کړې چې طالبانو نه یوازې د افغانانو په ځانګړې ډول د ښځو د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي، برعکس یې د تاوتریخوالي یوه لړۍ پیل کړې او په ډېر ډاډ بشري حقونه نقضوي.

یاد سازمان دغه شان ویلي چې طالبانو په سیستماتیک ډول د بشري حقونو د ساتنې بنسټونه ړنګ کړي او خلک یې د بیان ازادي، مدني فعالیتونو، عادلانو محاکمو او نورو حقونو څخه محروم کړي دي.

د دې سازمان په وینا، د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان نجونو او ښځو ټول حقونو تر پښو لاندې شوي او زرګونه افغانان زنداني شوي، ځورول شوي، تري تم شوي او حتی وژل شوي دي چې له دې امله یې اوس خبریالان، د بشري او مدني حقونو فعالان، هنرمندان، پوهان او مذهبي او قومي لږه کي له خطر سره مخ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو په برخه کې سرغړونې ودروي او د ښځو په ګډون ټولو افغانانو ته د هغوی حقونه ورکړي.

دې سازمان دا غوښتنه هم کړې چې د رڼو او موثرو څېړنو او حساب ورکولو په خاطر دې داسې میکانېزمونه رامنځته شي چې د بشري حقونو د نقض او جنګي جنایتونو په برخه کې عدالت رامنځته کړي او د اجباري تري تم کېدو، خپلسرو نیونو او زنداني کېدو او له محاکمې پرته د خلکو د وژلو مخه ونیول شوي او له اعدام پرته په دې برخو کې محکمې عادلانه پرېکړې وکړي.

د بشري حقونو د نقض په برخه کې د بخښنې نړیوال سازمان د ادعا په اړه مو د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد څخه هم وپوښتل، خو نوموړي په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو تر دې مخکې بیا د مجاهد په ګډون ګڼو طالب چارواکو د بشري حقونو د سرغړونو په برخه کې په دوی شوې ادعاوې رد کړې وې.

د یادونې ده چې د بخښنې له نړیوال سازمان مخکې هم د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو سازمانونو او هېوادونو په طالبانو تور لګولی چې د بشري حقونو په برخه کې یې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي او د عمومي بخښنې له اعلان سره هم د پخواني حکومت کارکوونکي او سرتېري وژني، خبریالان او فعالان نیسي او ښځې یې له زده کړو او کار څخه محرومې کړې دي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин принял решение о расширении мер поддержки промпредприятий





Москва

Чеченка Лия Заурбекова поделилась подробностями конфликта с семьей в полиции


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

Мама Тимати ответила на провокационные вопросы о Валентине Ивановой и других девушках своего сына




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Охрана и безопасность. Как роботы и дроны работают на спортивных объектах?

Курсант Пермского военного института Росгвардии принял участие в финале интеллектуальной олимпиады Приволжского федерального округа

«Молитесь, друзья»: сын олимпийского чемпиона Ивана Стретовича погиб во время родов в Новосибирске


Арина Соболенко

Арина Соболенко сняла траур по Кольцову и завела новые романтические отношения



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России