ټولنيزو رسنيو کې د طالبانو د روغتيا وزير پر څرګندونو تُوند غبرګونونه ښودل شوي
پر ټولنيزو رسنيو د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد يوه ويډيو خپره شوې ده چې، په اړه يې تُوند غبرګونونه ښودل شوي دي.
هغه په دې ویډیو کې چې د ثبت کره نېټه یې معلومه نهده وايي، هڅه کوي چې د افغانستان طبي سیسټم او تعلیمي نصاب د پاکستان په څېر شي.
نوموړی وايي: "له دې امله چې زموږ ټوله دلچسپي پاکستان کې ده، موږ وایوو زموږ د روزنې کوم پروګرامونه او قوانین او د لېسو کوم نصاب چې دی، هغه دې د پاکستان په څېر شي. موږ د همدې کار په هڅه کې یوو. موږ ته د دې ډېره اړتیا ده، خو که چېرې دا ټولې اسانتیاوې په افغانستان کې برابرې شي."
خو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان بیا ازادي راډیو ته د دې موضوع د سپیناوي په اړه په یوه لنډ پیغام کې لیکلي: "ويډيو مخکنۍ ده او يوازې د طبي سيسټم د معياري کولو لپاره ويل شوي نه د ټول تعليمي سيسټم په اړه."
خو ښاغلي زمان بیا پر خپله فېسبوکپاڼه د همدې موضوع په اړه لیکلي: "د ټول عمر احتیاج څخه دا ښه ده چې ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته د افغان ځوانو ډاکټرانو د روزنې لپاره سفرونه وکړو او هلته د ځوانو ډاکټرانو د روزنې لپاره زمینه سازي وکړو."
ده هغو کسانو ته چې په دې اړه یې نیوکه کړې، د دښمن خطاب کړی او زیاتوي، دوی نهغواړي افغانستان پرمختګ وکړي.
خو یو شمېر افغانان بیا د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د سرپرست قلندر عباد دا څرګندونې له پاکستان سره د طالبانو د پټو وعدو پوره کېدل او پر طالبانو د پاکستان برلاسي بولي.
د ټولنیزو رسنیو یو کارونکي کبیر حقمل پر خپله ټویټرپاڼه دا افغانستان ته د پنجابي سیسټم او نظام انتقال بللی.
د ټولنیزو رسنیو یو بل کارونکي فضلالربي شینواري بیا په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، قلندر عباد له افغانستان زیات په پاکستان کې وي.
د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي په خپله رسمي ټویټرپاڼه عدلي او قضايي ارګانونو ته د طالبانو د روغتیا د سرپرست وزیر د معرفي کېدو غوښتنه کړې او زیاتوي، د قدرت انحصار باید بند او اساسي قانون جوړ شي، څو ټول افغانان نظامونه د ځان وګڼي او د ګډ دښمن توطیې شنډې شي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست پاکستان ته ډېر سفرونه کوي، چې هغه تېر کال حقانیه مدرسې ته تللی و او هلته یې وینا کړې وه.
تر څنګ یې نږدې څلور میاشتې وړاندې ټولنیزو رسنیو کې د هغې تصویر خپور شو چې د پاکستاني خبریال سلیم ساپي سره ناست دی.
په دې تصویر کې لیدل کېده، چې سلیم ساپی د رئیس په څېر د یو میز تر شا خو قلندر عباد یې مخته، د یوه عادي شخص په څېر پر چوکۍ ناست دی.