ساحلي فوټبال؛ افغانستان د اسیا د ملتونو او نړیوال جام په مقدماتي سیالیو کې ګډون کوي
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د اسیا د ملتونو او نړیوال جام په مقدماتي سیالیو کې د ګډون په موخه خپل سفر پیل کړ.
د افغانستان فوټبال فدراسیون په وینا چې، د یکشنبې په ورځ د روانې مارچ میاشتې په ۱۲مه نېټه د کابل پر وخت تر غرمې وروسته دساحلي فوټبال ملي لوبډلې د تایلینډ هېواد پر لور حرکت وکړ.
د فوټبال فدراسیون د خبر لهمخې د اسیا ملتونو او نړیوال جام مقدماتي سیالۍ د مارچ په ۱۶مه نېټه پیلیږي.
افعانستان به په الف ګروپ کې له تایلینډ، بحرین او سعودي عربستان سره سیالۍ کوي.
د ویلو ده چې، افغانستان له وړاندې دې سیالیو ته د درې کورنیو روزونکو تر روزنې لاندې ۹-کسیزه لوبډله اعلان کړې وه چې، له تېرو څومیاشتو راهیسې یې په کابل کې تمرینات کول.