د ایران په یوه زندان کې پر مخکښ سیاستوال 'مصطفی تاجزاده' حمله شوې
![د ایران په یوه زندان کې پر مخکښ سیاستوال 'مصطفی تاجزاده' حمله شوې](https://gdb.rferl.org/04230000-0aff-0242-51aa-08daaae3c5a6_cx1_cy0_cw98_w800_h450.jpg)
د ایران مخکښ اصلاح غوښتونکی سیاستوال مصطفی تاجزاده چې اوسمهال د تهران په ایوین زندان کې بندي دی وایي چې د زندان ساتونکو پر ده او د ده د خونې پر ملګرو له دې کبله حمله وکړه چې په ایران کې د رژیم د بدلون په اړه یې د اپوزیسیون د مشر میرحسین موسوي د څرګندونو ملاتړ کړی.
موسوي او د مدني ټولنو ډلو تېره میاشت په یوه طرح کې په ایران کې د اوسني دیکتاتور رژیم پرځای د ډیموکراسۍ د ټینګښت غوښتنه وکړه.
۶۵ کلن تاجزاده په یوه لیک کې لیکلي چې پر ده او د ده پر ملګرو سعید مدني او حسین رزاق وروسته له هغه برید وشو چې د اونۍ په پیل کې یې د زندان خونه په غیرمعمول ډول د اوږده وخت لپاره وپلټل شوه.
نوموړي لیکلي چې د زندان ساتونکو د دوی ځینې شخصي شیان هم ضبط کړل.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران حکومت ادعا کړې چې د عفوې د یوه پراخ فرمان په اساس یې له اتیازرو زیات بندیان له محبسونو خوشې کړي.