د افغانستان ساحلي فوټبال خپله لومړۍ لوبه بحرین ته وبایلله
په تایلينډ هېواد کې د اسیا ملتونو او نړیوال جام مقدماتي سیالیو په لومړۍ لوبه کې بحرین ۴ د ۲ پر وړاندې افغانستان ته ماتې ورکړه.
دغه سیالي چې نن پنجشبنه د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې د تایلینډ په پتایا ښار کې پیل شوې وه، د بحرین په بري سره پای ته ورسېده.
د دې لوبې په ترڅ کې بحرین په پرلهپسې بریدونو سره ۴ ګولونه ترسره کړل او د افغانستان لوبغاړي یوازې د ۲ ګولونو په وهلو بریالي شول.
د افغانستان لپاره تمیم حیدري دواړه ګولونه ووهل.
د ویلو ده چې، افغان لوبډله به خپله دویمه لوبه د روانې میاشتې په ۱۸مه نېټه له تایلینډ هېواد سره ترسره کړي.