طالبان: تېره شپه په مزارشریف کې د داعش پر درېیو پټنځایونو عملیات شوي
طالب چارواکي وايي، تېره شپه یې د مزارشریف ښار په یو شمېر سیمو کې د داعش ډلې په درېیو پټنځایونو عملیات کړي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دا عملیات د مزار شریف ښار په پنځمه، شپږمه او اتمه ناحیه کې شوي.
مجاهد زیاته کړې، په دې عملیاتو کې ګڼ شمېر داعش وسلهوال وژل شوي، خو هغه یې کره شمېره نهده ښودلی.
د طالبانو ویاند په دې عملیاتو کې د یوه طالب د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.
دا عملیات داسې مهال کېږي چې تېره اوونۍ داعش ډلې په مزارشریف ښار کې د تبیان مرکز دننه د خبریالانو په یوې غونډې د حملې مسوولیت هم منلی و.