کرکټ؛ اسټرالیا په دویمې یو ورځنۍ لوبه کې هند ته په ۱۰ وېکټو ماتې ورکړه
د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ دویمه یو ورځنۍ سیالي میلمه لوبډلې د ۱۰ وېکټو په توپیر وګټله.
دغه سیالي چې نن یکشنبه د هند په اندرا پردېش ایالت کې ترسره شوه، کوربه لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او ټول لوبغاړي یې په ۲۶م اور کې په ۱۱۷ منډو وسوځېدل.
د هند په توپ وهونکو کې ویرات کولي یوازېنی لوبغاړی و چې زیاتې ۳۱ منډې یې وکړې.
اسټرالیا ته بیا چټک توپ اچونکي میچل سټارک ۵، شان ایبیټ ۳ او نېتن ایلس ۲ لوبغاړي وسوځول.
د اسټرالیا لوبډلې د ۱۱۸ منډو هدف په ۱۱م اور کې د خپلو پيلیزو توپ وهونکو پر مټ پوره کړ.
د پیل دواړو توپوهونکو میچل مارش او ټرویس هېډ په ترتیب سره ۶۶ او ۵۱ منډې وکړې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه میچل سټارک وګټله.
د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه هند ګټلې وه او ټاکل شوې چې درېیمه او وروستۍ سیالي د مارچ په ۲۲مه نېټه ترسره شي.