د ملګروملتونو سرمنشي د روژې مبارکې مياشتې د رارسېدو له امله د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي ورکړې
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د روژې میاشتې د رارسېدو له کبله د ټولې نړۍ مسلمانانو ته مبارکې ورکړې ده.
هغه نن چهارشنبه په یوه ویډیویي پيغام کې هیله څرګنده کړې چې له دې موقع نه په استفادې دې په ټوله نړۍ کې د سولې او عدالت لپاره کار وشي.
نوموړي ويلي: "زه له ټولو هغو کسانو سره یو ځای چې روژه نیسي د سولې، متقابل درناوي او پیوستون غږ کوم. موږ باید له دې مبارکې میاشتې الهام واخلو او په ټوله نړۍ کې د عدالت او انصاف لپاره کار وکړو."
د سعودي عربستان چارواکو ویلي، نن چهارشنبه د شعبان دېرشمه او سبا پنجشنبه د روژې اوله ورځ ده.