د هلمند د يو شمېر ولسواليو خلک له کمو روغتيايي امکاناتو شکايت کوي
د هلمند د مارجې او سنګين ولسوالیو اوسېدونکي وايي، دوی د ولسوالیو په کچه یو یو روغتيايي مرکز لري چې، د یاد ولسوالیو د خلکو اړتيا نهشي پوره کولی.
خلک وايي، په یادو روغتيايي مرکزونو کې ډاکټران کم او درمل هم نهشته.
بلخوا روغتيايي مسولین هم د خلکو دا خبرې مني خو لامل يې د ناروغانو ډېروالی او روغتيايي کارکوونکی کم تشکيل يادوي.
نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: