د بشري حقونو د څار اداره پر طالبانو د بندیزونو زیاتېدل غواړي
د دې سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدربار تېر ماښام مشال راډیو ته په یوه لیکلي پیغام کې وویل، نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې، د ځینو اقداماتو لکه د طالبانو پر سفر د بندیزونو له لارې پر هغوی فشارونه زیات کړي