یوناما په کابل کې پرونی برید د نه منلو وړ وباله
![یوناما په کابل کې پرونی برید د نه منلو وړ وباله](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-9e19-08db2eb78647_w800_h450.jpg)
په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر په کابل کې د پرونۍ چاودنې په اړه په غبرګون کې ویلي چې دا ډول حملې د منلو وړ نه دي.
په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ مخې ته په پرونۍ چاودنه کې د یو ماشوم په ګډون شپږ کسان ووژل شول.
یوناما پرون په دې اړه په یوه ټویټ کې وویل، دا د منلو وړ نه ده چې پر افغانانو د عادي ژوند په حال کې حملې کېږي.
د پرونۍ حملې مسوولیت داعش ډلې منلی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د اکثر دې ډول تروریستي حملو مسوولیت داعش ډلې منلی دی.