د کډوالۍ نړيوال سازمان د افغانستان په سېلاب ځپلو سيمو کې د مرستو خبر ورکړی
![د کډوالۍ نړيوال سازمان د افغانستان په سېلاب ځپلو سيمو کې د مرستو خبر ورکړی](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-f246-08db2f7cf47c_w800_h450.jpeg)
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د افغانستان په هغو سیمو کې د دوی د سرپناه مرستې روانې دي، چې وروستیو طبیعي افتونو ځپلي دي.
دغې ادارې پرون سهشنبه په یوه ټویټ کې د بلخ ولایت په خلم، شولګرې او مزارشریف کې ۲۲۳ کورنیو ته نقدي مرستې کړي، چې ځانونو ته سرپناه برابره کړي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په خبره دغه راز ۲۷۲ کورنیو ته د دې لپاره نقدي مرستې ورکړل شوي، چې خپلې سرپناوې ورغوي.
له تېرې اوونۍ راهیسې د افغانستان په ځینو برخو کې سخت اورښتونه وشول، چې درانه سېلابونه یې وبوهول، چې خلکو ته یې د سر و مال زیانونه واړول.