د ناروې پولیسو اته سوه کیلوګرامه کوکایین کشف او ضبط کړي دي
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، له دې وړاندې په دې اندازه کوکایین د ناروې پولیسو نهدي کشف کړي.
د ناروې انټيبي خبري اژانس پرون ناوخته راپور ورکړ چې، دا مخدره مواد د مېوو په کڅوړو کې په اوسلو کې ځای پر ځای شوی و.
خو د کوکایین د کشف دقیق وخت نهدی ښودلی او همدارنګه د دې موضوع په تړاو څوک نهدي نیول شوي.