سلواکیا نن پارلماني ټاکنې لري
په سلواکیا کې چې پنځه نیم میلیونه نفوس لري نن پارلماني انتخابات دي.
د کیڼ اړخي پخواني صدراعظم رابرت فیکو او لویدیځ پلوه لیبرالانو ترمنځ سیالي روانه ده.
فیکو هغه څوک دی، چې له ګاونډي اوکراین سره یې د پوځی مرستو د پای ته رسولو ژمنه کړې ده.
د نظرپوښتنو له مخې ښکاري، چې دواړه لورې سره ډیر نژدې دي.
ګټونکی به د هغه سرپرست حکومت ځای ونیسي، چې د مې له میاشتې راهیسې واکمن دی.