ارمنستان: له ناګورنو قره باغ څخه مو د ۸۱ زره راغلو کسانو نومونه ثبت کړي؛ اذربایجان: ملګري ملتونه دې سیمې ته پلاوی واستوي
د ارمنستان د صدراعظم نیکول پاشنیان دفتر نن سهار خبر ورکړ، چې چارواکو تر اوسه د هغو یولک څلور سوه اوولس کسانو له ډلې څخه چې ناګورنو قره باغ سیمه یې پرې ایښې ده، د یو اتیا زره یوسل او نهه دیرش کسانو نومونه ثبت کړي دي.
دا شمېره د ناګورنو قره باغ د ټول نفوس له درېیو څه باندې یوه برخه جوړوي.
د ارمني کډوالو دا نوې شمیرې څو ساعته وروسته تر دې اعلان شوې، چې ارمنستان وویل چې د ملګرو ملتو د عدالت په نړیواله محکمه( ای سي جي) کې یې خپل شکایت ثبت کړی دی چې اذربایجان په ناګورنو قره باغ کې ارمنیان په نښه کوي او باید د دې مخه ونیول شي.
د ارمنستان چارواکو په ناګورنو قره باغ کې د ارمنیانو محوه کولو ته اندېښنه ښکاره کړې ده او نړیوالې هڅې هم د یوه انساني ناورین د مخنیوي لپاره زیاتې شوې دي.
اذربایجان بیا په ناګورنو قره باغ کې پر ارمنیانو غږ کړی، چې په سیمه کې پاتې شي او د ملګرو ملتو له ادارو یې غوښتي دي چې هلته پلاوی ور ولیږي چې د اذربایجان له بشري فعالیتونو خبر شي.
د ملګرو ملتو ویاند سټیفین دوجاریک پرون ناوخته وویل، چې ملګري ملتونه به سبا شنبې یا یکشنبې ناګورونو قره باغ ته یوه پلاوی واستوي.
دوجاریک زیاته کړه چې ملګري ملتونه به په دې سیمې کې، چې له نږدې دیرش کلونو راهیسې یې لاس رسی نه ورته درلود، د بشري مرستو ارزونه وکړي.
اذربایجان او ارمنستان هیله ښکاره کړې ده، چې روانه اونۍ به د اسپانیا په ګرانادا کې د اروپایي ټولنې له لورې په جوړې شوې غونډه کې د ناګورنو قره باغ د لانجې په اړه یوې دایمي روغې جوړې ته لار پرانیستل شي.