Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2023

د کابل پر کاج ښوونیز مرکز د برید لومړۍ کلیزه، اصلي عاملین یې لا نه دي پېژندل شوي

0
 د کابل پر کاج ښوونیز مرکز د برید لومړۍ کلیزه، اصلي عاملین یې لا نه دي پېژندل شوي

تېر کال د میزان په اتمه یا د سپټمبر پر ۳۰مه په داسې حال کې دکابل په لویدیځ کې د "کاج" پر ښوونیز مرکز انتحاري حمله وشوه، چې په دغه مرکز کې لسګونه هلکانو او نجونو د کانکور ازمایښتي ازموينه ورکوله.

هغه مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په دغه برید کې د ۵۳ کسانو وژل کیدل او ۱۱۰ نوروټپي کېدل اعلان کړه.

د دغه برید قربانیان اکثره ښځینه زده کوونکې وې.

د یادې پېښې یوه ټپي شوې زده کونکې زینب عطايي وايي، چې کله یې له برید وروسته یې سترګې پرانیستې په وینو کې ډوبه پرته وه.

نوموړې وايي چې تر اوسه يې څو بیلابیل عملياتونه کړي، خو د بدني زخمونو تر څنګ د دغه بريد روحي زخمونه یې لا هم بدن او روح ځوروي.

زینب ددې برید د هغه صحنو کیسې کوي چې په خپلو سترګو یې لیدلي، په دې اړ ه وایي:

"څو پوښتنې مې لا حل کړې نه وې چې ناڅاپه مې د ډزو غږ واورېد، په کابل کې د ډزو غږ اورېدل هغه هم په ورځو کې یوه عادي خبره وه، ما دا خبره جدي نه وه نیولې، خو د ډزو غږ نور هم زیات شوه، ناڅاپه یو ځانمرګی بریدګر ټولګي ته د مخامخ دروازې څخه داخل شو، چې موږ نجونې پکې ناست و، کله چې زه په هوش راغلم، د خپلو ټولګیوالو د جسدونو او وینو او د ټولګي د دېوالونو د کنډوالو په منځ کې وم، هر څومره مې چې هڅه وکړه غږ وکړم د مرستې په خاطر مې غږ نه شوای کولای، له هغې ورځې وروسته هره ورځ ژړا او د هغې ورځ خوبونو راته ژوند ستونزمن کړی او لا هم دوام لري"

د "کاج" ښوونیز مرکز ټپیان، د قربانیانو کورنیو پاتې غړي او یو شمېر استادان د طالبانو حکومت د دې پېښې په څېړلو او د عاملینو په نیولو کې په پاتې راتلو تورنوي.

د دغه برید د قربانیانو له ډلې څخه د نازنین خور، فتانه حاجي زاده وايي، د طالبانو حکومت د پېښې په اړه څېړنه نه ده کړې.

فتانه وايي، نازنين چې له ښوونځي څخه په لومړي درجه فارغه شوې و او هیله یې درلوده چې د خپل پلار سره همکاري وکړي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل:

" نازنین چې د کاج په برید کې شهیده شوه د میزان په لسمه ۱۹ کلنه کیدله او موږ یې د کلیزې لپاره چمتوالی نیولی و خو هر څه برعکس شو، په دې اړه هیڅ ډول پلټنه نه ده شوې، نه هم هغه امنیتي کمرې چې په کاج کې وې طالبانو واخیستې خو وروسته بې جزییات وړاندې نه کړه."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دغه راپور تر خپریدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو ذبیح الله مجاهد د کاج تعلیمي مرکز له برید شاوخوا یوه میاشت وروسته یوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه، چې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې شپږ غړي چې د ده په وینا د کاج پر تعلیمي مرکز د برید عاملین وو، د کابل په ختیځ کې د دوی د پوځیانو په برید کې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې داعش ډلې د کاج پر ښوونیز مرکز د برید په اړه څه نه وو ویلي، خو د طالبانو حکومت ادعا کړې وه، چې دا برید د داعش کار دی.

له دغه برید د یو کال په تیریدو د کاج د ښوونیز مرکز یو استاد مختار مدبر وايي، چې د طالبانو حکومت د کا ج پر ښوونیز مرکز د برید په اړه تر اوسه وضاحت نه دی وړاندې کړی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"طالبانو یا اسلامي امارت کابو یوه میاشت وروسته اعلان وکړ چې موږ د کاج د برید عاملین چې د داعش ډلې یوه څانګه وه، ووژل، خو له بده مرغه په دې اړه هیڅ وضاحت نه دی ورکړل شوی نه موږ ته او نه هم د شهیدانو کورنیو ته، زه هیله لرم چې د دې قضیې په اړه پلټنې وشي او هغه کسان چې دا کړنه یې ترسره کړې د عمل په سزا محکوم شي، دویته باید د خپلو اعمالو سزا ورکړل شي او محکمې ته راکش کړای شي."

په تېرو دوو لسيزو کې ځانمرګو بریدونو او چاودنو په زرګونو ملکي وګړي وژلي دي او زرګونو نور ټپیان کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د سرطان په میاشت کې اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ څخه د ۲۰۲۳ کال د مې تر ۳۰ مې پورې په افغانستان کې ۱۰۹۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۶۷۹ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د کاج پر ښوونیز مرکز برید کې ډېری وژل شوي او ټپیان زده کوونکي او ملکي وګړي وو.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин: Колледжи проведут Дни открытых дверей





Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» УЛУЧШАЕТ ЗАКОНЫ, управляет патентами и улучшает командное планирование в целях учёта интереса всего народа.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Алсу

В ЦТК концерт, посвященный юбилею Алсу Альметовой




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»


WTA

Потапова не смогла пробиться во второй круг турнира WTA в Страсбурге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Жителей и гостей Люберец 25 мая приглашают в парк на концерт памяти Ю. Шатунова



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России