کولیبا: اوکراین په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب لپاره خپلو مذاکراتو ته دوام ورکوي
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وايي، کییف به په روان کال کې هڅه وکړي چې په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب لپاره خپلو مذاکراتو ته دوام ورکړي.
ډیمیټرو کولیبا نن د نومبر په دوهمه په برلین کې خبریالانو ته وویل، اوکراین خوشبینه دی چې اصلاحات راولي او لازم قوانین تصویب کړي.
پر اوکراین د روسیې له یرغل څو ورځې وروسته دې هېواد په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب لپاره غوښتنه وکړه او څو میاشتې وروسته يې په دې ټولنې کې د غړیتوب لپاره ونومول شو.