طالبان: په هرات کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره یو روغتون پرانیستل شوی
د طالبانو چارواکي په هرات کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره د یوه روغتون د پرانیستلو خبر ورکوي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر آژانس پرون د دغه روغتون د پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی.
په هرات کې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي حیات الله روحاني ویلي چې دغه روغتون د شاوخوا ۴ زره معتادینو ظرفیت لري.
د هغه په خبره تراوسه د هرات له ښاره اته زره روږدي کسان راټول شوي او دغه لړۍ دوام لري.