رینا امیري د کډوالو ایستلو د عواقبو په تړاو په امریکا کې له پاکستاني سفیر سره خبرې کړي
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري وايي، له پاکستانه یې د افغان کډوالو د اخراج پر عواقبو په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان له سفیر مسعود خان سره خبرې وکړې.
مېرمن امیري نن سهار په خپله اکس شبکه کې لیکلي، افغانستان ته د ایستل کېدونکو افغان کډوالو اضطراري وضعیت د بررسۍ لپاره له خان سره د کتنې هرکلی کوي.
د هغې په وینا، په دې کتنه کې یې پر ښځو او نورو زیانګالو ډلو د دې اخراج د اغېزو په باب بحث وکړ چې افغانستان ته تر ستنېدو وروسته له څه ډول خطراتو او چلنجونو سره مخامخېږي.
کله چې د غیرقانوني کډوالو لپاره د پاکستان حکومت له خوا ټاکل شوی مهلت د اکټوبر پر ۳۱مه پای ته ورسېد، د نومبر له لومړۍ نېټې له پاکستانه د غیرقانوني کډوالو چې اکثریت یې افغانان دي، د اخراج لړۍ ګړندۍ شوې ده.