د ازادۍ جبهې په بغلان کې د طالبانو د استخباراتو پر ریاست د حملې ادعا کړې
د طالبانو یوې مخالفې ډلې، د افغانستان د ازادۍ جبهې په بغلان ولایت کې د طالبانو د استخباراتو پر ریاست د حملې ادعا کړې ده.
دغې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تېر ماښام په دې حمله کې د طالبانو د یوه مدیر په ګډون د دوی د استخباراتو ۴ کارکوونکي وژل شوي او دوه نور طالبان ټپیان شوي دي.
خپلواکو سرچینو دغه ادعا تایید کړې نه ده او طالبانو هم په دې باب څه نه دي ویلي.