'ډبلیو ایف پي' په ژمي کې د افغانانو لاسنیوي لپاره ۴۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري
د دې ادارې د افغانستان څانګې نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي، په افغانستان کې سخت ژمي ته یوازې یو څو اوونۍ پاتې چې له کبله به یې په غرنیو سیمو کې د واورو او کنګلونو له کبله د خلکو د تګ راتګ لارې تړلې وي.
د افغانستان په سړو سیمو کې هر کال د واورې له اورېدو سره عمدتاً مواصلاتي لارې تړل کېږي او زیاتې کورنۍ په سختۍ د اړتیا وړ خوراکي مواد ترلاسه کوي.
